کور / راپور / د کندهار ملی امنیت ریاست درې تنه غله نیولي

د کندهار ملی امنیت ریاست درې تنه غله نیولي

د پنج شنبې په ورځ د کندهار ملی امنیت ریاست د هغو دریو تنو غلو په اړه د رسنیو سره معلومات شریک کړل، چي په ښار کي د موټرانو په غلاو کي ښکیل وه.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخي یادو دریو تنو هر یو عبدالله، فیض محمد مشهوره په تورجان او عبدالباری آغا د کندهار ښار او بولدک ولسوالۍ تر مینځ پر عمومي لاره د مسافرو په ډول د زابل ولایت یو تن اوسیدونکي حمیدالله، چي د بولدک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راروان وو دوی پر لاره موټر ته ور پورته سوي وه او د لاري په اوږدو کي یې د موټر چلوونکي څخه د توفنګچې په ذریعه یو عراده سور رنګ فلډر موټر اخیستي او موټروان ته یې د مرګ ګواښ کړي وه.

د ملي امنيت منسوبين وايي، چي نوموړی موټروان خپله موضوع د ملي امنیت ریاست سره شریکه کړې وه، چي تر لږ ځنډ وروسته ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کي درې سره غله د غلا سوي موتر او یو میل توفنګچې سره یو ځای ونیول او تر نیولو وروسته غلا سوي موټر بیرته خپل اصلي خاوند ته وسپارل سوو او پر مهال یې نیول سوو کسان په خپلو جرمونو اعتراف هم کړي دي.