کور / شعر / غزل

غزل

یو خوږ یاد مخې ته دنگ شو
د سرو میو جام مې ړنگ شو

زړه مې تنگ شو میکده کې
له پیالوسره مې جنگ شو

د ساقي خوږې خبرې
د بې سوره نغمې ترنگ شو

شوه خوره تیاره پر سترگو
ساقي هم رانه په څنگ شو

ځان مې ولیده گودر کې
گودر جوړ راته اورنگ شو

مازدیگر و زیړی لمر و
بوی د عطرو د لونگ شو

مات خمار مې شو گودر کې
د بنگړو چې سره شرنگ شو

څو ترخې ترخې خبرې
را گذار تیر د خدنگ شو

چې پر شنه لوپټې کیناست
زړه د زړه سره همرنگ شو

د خوږې مینې په شمه
نصرت وسوزید پتنگ شو

۰۶.۰۱.۲۰۲۰
وایله
دنمارک

یادونه: سوژه مې د منلی شاعر ښاغلی محمد صدیق ننګ له شعره:

یو خیال و رانه بر ته او زه لاندې غورځیدم
د پښو لاندې مې غر ته او زه لاندې غورځیدم
اخستي دی.