کور / راپور / ايران ومنل، چي د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه دوی په تېروتنه ويشتلې ده

ايران ومنل، چي د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه دوی په تېروتنه ويشتلې ده

ايران منلې چي د چهارشنبې په ورځ يې يوه اکراينۍ مسافر وړونکې الوتکه په تېروتنه ويشتلې ده.

دغه الوتکه د چهارشنبې په سهار د تهران د امام خميني  له هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته ولوېدل او پکي سپاره ۱۷۶ مسافرين ووژل سول.

ايراني چارواکو هغه مهال وويل، چي دا الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده، خو د امريکا او کاناډا چارواکو دا ادعا شکمنه وبلل او د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو وويل، چي دا الوتکه د ايران په ميزايل ويشتل سوې ده.

د الوتکي د ویشتلو ګومان هغه مهال لا قوي سو، چي په هماغه ورځ د ايران د قدس ځواکونو په عراق کي د امريکا پوځي هډې په راکټونو وويشتلې.