رياستي ادارو د پي ټي ايم يو مشر حسن ناصر جېل ته لېږدولی دی

Aziz Rahman Hazim | جنوري 11th, 2020


په مردان ضلع کي د پښتون ژغورني غورځنګ ځايي مشر حسن ناصر جېل ته لېږدول سوی  دی. او د نوموړي وکيل وايي، چي د هغه د خوشي کولو لپاره هلي ځلي کوي.

تېره ورځ عدالت ښاغلی ناصر د تحقيقاتو لپاره جېل ته ولېږدول سو، ترڅو د پي ټي ايم د فعاليت څخه يې مخه راوګرځوي.

د ښاغلی ناصر پلار اعجاز خان وايي، دا دريم ځل دی چي هغه د پي ټي ايم د ملاتړ په تور نيول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د حسن ناصر نيول غندلي دي او د هغه ژر تر ژره د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

حسن ناصر په داسې حال کې نيول سوی چي د جنوري پر ۱۲ نېټه په بنو کي د  پي ټي ايم لخوايوه غونډه جوړېدونکې ده.

د پي ټي اېم يو مشر نديم عسکر وايي، چي په مردان، چارسده، صوابۍ او بونېر کي پوليس د دوی د ملګرو په کورونو چاپې وهي.

پاکستانی رياست هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ پر وړاندي خنډونه جوړ کړي او د پښتنو لپاره د اواز اوچتولو څخه يې راوګرځوي.

Copyright Larawbar 2007-2024