کور / راپور / د کوټي په يو مسجد کي د چاودني مسؤوليت داعش وسلوالو منلی دی

د کوټي په يو مسجد کي د چاودني مسؤوليت داعش وسلوالو منلی دی

په کوټه کي د تېري ورځي د چاودني مسؤوليت داعش وسلوالو منلی دی او ويلي یې دي چي په دې بريد کي يې ۲۰ طالبان وژلي او تر ۳۰ زيات يې ژوبل کړي دي.

تېره ورځ د ماښام د لمانځه وروسته د کوټي په غوث اباد سيمه کي د دارالعلوم شريعه په نوم مدرسه کي چاودنه وسول، چي پکي د يو لوړپوړي پوليس افسر په ګډون ۱۴ کسان ووژل سول او ۱۹ نور ژوبل دي.

داعش ډلي ته منسوبه يوه ويبپاڼه کي ويل سوي، چي دا بريد يې د طالبانو پر غونډه د يو داعشي لخوا سوی دی.

ويل کېږي چي دغه مدرسه د طالبانو د قاضي القضات مولوي عبدالحکيم  وه او د چاودني پر مهال نوموړی همدلته موجود وو.

خو طالبانو ويلي، چي په دغه مسجد جامع کي د بريد پر مهال نه کومه غونډه درلودل او نه هم ددوی کوم مشر هلته موجود وو.