کور / راپور / د بنو د کډوالو پنډغالي کي اور لګېدني مالي زيان اړولی دی

د بنو د کډوالو پنډغالي کي اور لګېدني مالي زيان اړولی دی

په بنو کي د شمالي وزيرستان د کډوالو په يو پنډغالي کي اورلګېدلی او دلته جوړ بازار يې په بشپړه توګه سوځولی دی.

د بنو بکاخېل پنډغالي کي د شپې مهال اور لګېدلی دی او دلته جوړ سوي ټول دوکانونه يې سوځولي دي.

په دغه کيمپ کي د شمالي وزيرستان له جګړو څخه راوتلي خلګ ميشته دي او دغه وړوکی بازار هم ددوی لخوا جوړ سوی وو.

داورلګېدني عامل د برېښنا شارټي ښودل سوې ده چي د يو خياط په دوکان کي د اور سبب سو او ورپسې دا اور د بازار نورو دوکانونو ته هم ورسېدی.

ددغه کمپ اوسېدونکي وايي، چي دلته خلګ ډېر غريب دي او د هغوی په سپولو پيسو يې دا بازار جوړ کړی وو، چي د اور خوراک سو.