کور / #PTM / ترهګر رياست دمنظور پښتين پرضد مقدمه درج کړې ده

ترهګر رياست دمنظور پښتين پرضد مقدمه درج کړې ده

ترهګر رياست نن د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين او د هغه پر ملګرو مقدمې درج کړې دي.

دا مقدمې پر داسي مهال درج سوي چي سبا د جنوري پر ۱۲ نيټه د پي ټي ايم لخوا په بنو کي د پښتنو د حقونو لپاره د يوې جلسې جوړولو اعلان کړی دی.

د ډېره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون پوليس په تاڼه کي په منظور پشتين، عالمزېب مسيد، فدا محمد، مصطفی او دلبر په ګډون په ۱۷ تنو مقدمه درج کړی سوې او په مقدمه کې ويل شوي دې کسانو په ضلع کي په ځای سوې ۱۴۴ مادې خلاف ورزي کړې ده.

ترهګر رياست هغه مهال د ۱۴۴ مادې خبره راپورته کوي، چي کله د پښتنو د حقونو لپاره اواز پورته کېږي.

له دې وړاندی هم په مردان ضلع کي د پښتون ژغورني غورځنګ ځايي مشر حسن ناصر جېل ته لېږدول سوی  دی. او د نوموړي وکيل وايي، چي د هغه د خوشي کولو لپاره هلي ځلي کوي.

تېره ورځ عدالت ښاغلی ناصر د تحقيقاتو لپاره جېل ته ولېږدول سو، ترڅو د پي ټي ايم د فعاليت څخه يې مخه راوګرځوي.

د ښاغلی ناصر پلار اعجاز خان وايي، دا دريم ځل دی چي هغه د پي ټي ايم د ملاتړ په تور نيول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د حسن ناصر نيول غندلي دي او د هغه ژر تر ژره د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

حسن ناصر په داسې حال کې نيول سوی چي د جنوري پر ۱۲ نېټه په بنو کي د  پي ټي ايم لخوايوه غونډه جوړېدونکې ده.

د پي ټي اېم يو مشر نديم عسکر وايي، چي په مردان، چارسده، صوابۍ او بونېر کي پوليس د دوی د ملګرو په کورونو چاپې وهي.

پاکستانی رياست هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ پر وړاندي خنډونه جوړ کړي او د پښتنو لپاره د اواز اوچتولو څخه يې راوګرځوي.