کور / راپور / کندهار کي د ناټو ځواکونو دوه سرتېري وژل سوي دي

کندهار کي د ناټو ځواکونو دوه سرتېري وژل سوي دي

د ناټو ځواکونه وايي، چي نن يې په افغانستان کي دوه سرتېري وژل سوي دي.

دغه دوه پوځيان نن د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي د يو سړک غاړي ماين چاودنه کي ووژل سول.

د بريد مسؤوليت طالبانو پرغاړه اخيستې دی او د ګڼو امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

د ناټو ځواکونو قومنداني وايي، چي د خپلي پاليسۍ له مخي به  ۲۴ ساعته وروسته به د وژل سويو سرتېرو هويت څرګند کړي.