کور / راپور / کندهار: د باران له کبله د يو کور نړېدلو پېښه کي مرګژوبله اوښتې ده

کندهار: د باران له کبله د يو کور نړېدلو پېښه کي مرګژوبله اوښتې ده

نن ماځيګر د سپين بولدک په لقمان کلي کي د باران له امله د يو کور چت رانړېدلی او پکي د يوې کورنۍ ۶ غړي شهيدان سوي او ۶ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي، چي په دغه کور کي نن د کوزدې خوشالي وه، چي د يوې خوني چت رانړېدلی او شپږ تنو خپل ژوند پکي بايللی دی.

په پېښه کي د ماشومانو او ښځو په ګډون ۶ تنه نور ژوبل سوي هم دي، چي دا مهال تر درملني لاندي دي.