کور / علمي / ميرزاډوله خبريالان او ليکوالان / اووه شپېتمه برخه

ميرزاډوله خبريالان او ليکوالان / اووه شپېتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

احمد په دې باور دی که احمد وايي؟

———————————

باور او عقيده د عمل او بیان له لاري څرګندېږي. که د يو چا يا يوې ډلي د عقيدې او باور په اړه څېړنه سوې وي پر ځای خبره ده چي ووايو فلانی شخص يا فلانۍ ډله داسي باور لري، خو که يو چا خپل باور او فکر خپله بيان کړی وي، نو ساده، لنډه او ولسي جمله دا ده چي ووايو: ((احمد وايي)، ځکه چي د احمد په اړه بل چا څېړنه نه ده کړې، بلکي موږ په مستقيم ډول د احمد له فکر څخه د هغه له خپلي وينا، لیکلو يا بيان د بلي وسيلې له لاري خبري سوي يو، خو ځيني ميرزا ډوله خبريالان د دري ژبي (احمد به اين باور است) جمله ټکي په ټکي پښتو ته راژباړي.
دغه ډول جملې اکثره وخت د خبر يا راپور سرلیک وي، خو په تفصيل کي بيرته يادونه سوې وی چي فلانی شخص، اداره يا ډله وايي. کله چي هغوی وايي نو باید په سرليک کي هم ولیکو چي (وايي)، دې اوږدې او مصنوعي جملې ته څه ضرورت لرو؟ دلته د خبريال هدف د يوه شخص يا ادارې باور څرګندول نه، بلکي د هغه د وينا رانقلول دي، کله چي يو څوک يا اداره څه وايي باید همدا يې باور وبولو، ځکه چي موږ له وينا پرته بل ثبوت نه لرو چي د هغه له باور څخه دي خبر سو. د دې ډول جملې يو عيب دا دی چي ولسي ريښه نه لري او بل دا چي جمله يې بې ضرورته اوږده کړې ده. دلته به دغه ډول څو جملې وڅېړو:

۱: ټرمپ (په دې باور دی) چي د رابرټ مولر د لیري کولو واک لري.
۲: لوی څارنوال (په باوري دی) چي په ټولو دولتي ادارو کي قضاوت کوونکی ولس دی.
۳: ارواپوهان (په دې باور دی) چي سپورټ د انسان پر جسم سربېره ذهن ته هم ګټه لري.
۴: هند (په دې باور دی) چي په افغانستان کي سوله د سيمي په ګټه ده.
۵: صدراعظم پوتین (په دې باور دی) چي د ولسمشرۍ راتلونکي ټاکني به وګټي.

اوس له پورتنیو جملو څخه (په دې باور دی) جمله ليري کوو او پر ځای يې (وايي) ليکو:

۱: ټرمپ وايي چي د رابرټ مولر د لیري کولو واک لري.
۲: لوی څارنوال وايي چي په ټولو دولتي ادارو کي قضاوت کوونکی ولس دی.
۳: ارواپوهان وايي چي سپورټ د انسان پر جسم سربېره ذهن ته هم ګټه لري.
۴: هند وايي چي په افغانستان کي سوله د سيمي په ګټه ده.
۵: صدراعظم پوتین وايي چي د ولسمشرۍ راتلونکي ټاکني به وګټي.

اوس وينو چي جملې هم ساده، هم لنډي او هم ولسي محاورې ته نژدې سوي دي.

اته شپېتمه برخه

(وعدې ته د عمل جامه وراغوستل) که (وعده پوره کول)؟

————————————————–

دغه ډول جمله هره ورځ له رسنيو څخه اورو، په متن کي يې هم وينو او داسي ويناوي هم اورو چي وايي فلانی دي خپلو وعدو يا شعارو ته د عمل جامه ورواغوندي. د دې جملې يو عيب دا دی چي روښانه مانا نه ښندي، دوهم دا چي جمله بې ضرورته اوږده سوې او بل دا چي ولسي ريښه نه لري. ولس دې مفهوم ته خپل سوچه، ساده، لنډ او ولسي بديلونه لري. پښتانه وايي چي (زه پر خپله خبره ولاړ يم، چي څه وايم هغسي کوم)، (خپله وعده پوره کوم)، (له خپلي خبري نه اوړم)، (زه تش خبري نه کوم، څه چي وايم هغسي کوم)، (کومه خبره چي مي په خوله ده، هغه مي په زړه ده)، (په خبرو مو نه غولوم، لکه ورور سم پر اوږه درسره درېږم)، (ما چي څه ويلي، هغسي مي کړي)، (ما ستاسي سره خپله وعده پوره کړه)، (اوس خلک په وعدو نه غولېږي، کار غواړي)، (څوک چي پښتو وکړي بيا نه پر شا کېږي)، (ما ژبه درسره کړې وه چي مېلمه کوم دي، دا دی مېلمه مي کړې)، (ما چي څه ويلي، هغسي مي کړي)، بابا چي به څه ويل هغسي يې کول).
که د پښتو منظومو او منثورو ولسي ژانرونو ته سر ورایسته کړو، نو لسګونه ولسي محاورې او جملي موندلای سو، که د ولسي خلکو په بانډار کي کښېنو، نو هلته هم ورته ولسي او ساده جملې اورېدلای سو، خو فکر نه کوم چي عام خلک دي ووايي زه خپلي وعدې ته د عمل جامه وراغوندم، بلکي وايي چي زه خپله وعده يا ژمنه پوره کوم. دا جمله په دري کي ميرزايان وايي چي (باید به مسئولیت اجتماعی خود جامه عمل بپوشانیم). دلته به د دغه ډول جملو څو بېلګې وڅېړو:

۱: اوس باید ژمنه د عمل جامه وا غوندي.
۲: هیله ده ویې لولئ او د عمل جامه ور واغوندئ!
۳: زه به خپلو وعدو ته د عمل جامه وراغوندم.
۴: دا شعار به هيڅکله د عمل جامه وانه غوندي.
۵: د ګاندي ارمانونو څنګه د عمل جامې واغوستې؟

اوس پورتنۍ جملې په ولسي ژبه ليکو:

۱: اوس باید ژمنه عملي سي.
۲: هیله ده ویې لولئ او عملي يې کړئ!
۳: زه به خپلي وعدې عملي کړم.
۴: دا شعار به هيڅکله عملي نه سي.
۵: د ګاندي ارمانونه څنګه پوره سول؟

اوس وينو چي جملې تر پخوا لنډي، ساده او ولسي محاورې ته نژدې سوي دي.