کور / راپور / د هند د پوځ مشر: که پارلمان امر راته وکړي، د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمير به ونيسو

د هند د پوځ مشر: که پارلمان امر راته وکړي، د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمير به ونيسو

د هند د پوځ مشر ډګر جنرال منوج موکند نراواني وايي، چي که دوی ته امر وسي د پاکستان تر کنټرول لاندي سيمو کي به عمليات وکړي او د هغه لوري کشمير به هم ونيسي.

نوموړی چي د هند د پوځ د راتلونکي په اړه ږغېدی وويل: “ زموږ لپاره لنډمهاله خطر د پاکستان له پولي څخه د ترهګريزو فعاليتونو مخنيوی دی او اوږدمهاله خطر به يوه جګړه وي، چي موږ په بشپړه توګه اوس تياری ورته لرو”.

ښاغلي نراواني د کشمير په تړاو وويل: “د دغي سيمي په هکله د هند د حکومت پلان واضح دی، زموږ پارلمان ټول کشمير د هند خاوره بولي، دا طرحه په پارلمان کي تصويب سوې ده، که دوی ته امر وسي، نو د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمير به هم ونيسي.”

د تېر کال په اګسټ مياشت کي د هند پارلمان  د جمو او کشمير خپلواک حيثيت ختم کړ او په بشپړه توګه يې د نوي ډهلي تر کنټرول لاندي راوستی.