کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / نهه شپېتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / نهه شپېتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

(عالي لیسه) که يوازي (لیسه) وليکو؟
———————————–
لیسه (Lycee) فرانسوۍ کلمه ده چي اوس په افغانستان کي عامه سوې ده. ليسه هغه مکتب يا ښوونځي ته ويل کېږي چي له لسم څخه نيولې بيا تر دوولسم پوري ټولګي ولري. ځيني لیسې په خپل تشکيل کي لومړني او منځني ښوونځي هم لري، ياني له لومړي ټولګي څخه بيا تر دوولسم ټولګي پوري وي. کله چي لیسه روښانه مانا ښندي، نو بيا د (عالي) صفت ته څه اړتياده؟ بې ضرورته يې جمله اوږده کړې ده، لیسه لیسه وي، عالي او غير عالي نه لري، کېدای سي پخوا به لیسه تر دوولسم ټولګي پوري نه وه، خو اوس چي د کوم ښوونځي نوم (ليسه) وي، نو هغه خامخا تر دوولسم ټولګي پوري وي. بيا هم که (لیسه) او (عالي لیسه) تر خپل منځ توپير سره لري، هيله ده دوستان خپل معلومات راسره شريک کړي.

اويايمه برخه

(فيل کوه) که (د خيبري غر)؟
—————————
کله چي د کندهار ښار له چوڼۍ څخه شمال خوا ته روان سې، نو په لاره کي يو لنډ کوتل راځي چي د ښار او ارغنداب ولسوالۍ تر منځ پوله بلل کېږي. د دې کوتل لمر لوېده خوا ته د بابا صاحب غر او لمر خاته لوري ته يې د (خيبري غر) پروت دی چي اوس يې خلک (فيل کوه) بولي. ما د کندهار له څو سپين ږيرو څخه اورېدلي چي دې غره ته يې د خيبري غر وايه، اوس هم ډېر سپين ږيري دا غر د خيبر غر بولي. په کندهار کي دوه غرونه د (خيبري) په نوم يادېږي چي يو همدا غر او بل غر د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي دی.
په ۱۹۵۳ ميلادي کال کي د (موریسن نوډيسن) په نوم يوه امريکايي ساختماني شرکت د بابا صاحب غر سوری کاوه او اوسنۍ لویه وياله يې ښار ته تېروله، له دې کمپنۍ سره یو شمېر افغان انجنيران، ترجمانان او نور مامورين هم ملګري ول، دوی يا دري ژبي او يا يې لیک لوست په دري ژبه کاوه او يا په نوې اصطلاح ميرزايان ول. څرنګه چي دا غر لږ فيل ته ورته دی، نو دوی د (فیل کوه) يا د فيل د غره په نوم ياد کړ، بس له هغې ورځي راهيسي يې خلک فيلکوه بولي. ما په څو نکلونو کي اورېدلي چي (خيبره) يوه مېړنۍ او پهلوانه ښځه وه. که د کندهار خبريالان او ليکوالان په خپلو ليکنو او خبرونو کي دا غر په خپل اصلي نوم ياد کړي بیرته په خلکو خولو ته لوېږي او که ولس يې په اصلي نوم ياد نه کړي، لږ تر لږه په ليکلې بڼه خو به سم وليکل سي.
که ستاسي په سيمه کي هم د ځايونو اصلي نومونه تحريف سوي او تاسي ته يې اصلي نوم درمعلوم وي، هیله ده خپل معلومات راسره شریک کړئ چي په دې لړۍ کي بحث ورباندي وکړو.