کور / #PTM / منظور پښتين: رياست د پښتنو پرضد د جبر تګلاره کاروي

منظور پښتين: رياست د پښتنو پرضد د جبر تګلاره کاروي

تېره ورځ د خيبر پښتونخوا به بنو کي د پښتون ژغورني غورځنګ يوه ستره جلسه وسوه چي پکي په لسګونو زرو پښتنو ګډون کړی وو.

که څه هم ددغي جلسې د کمرنګه کولو لپاره پاکستاني رياست خپلي هڅې وکړې، خو د پښتنو يووالي او يو موټي دريځ دې غونډي ته په لسګونو زره کسان را مات کړل.

په دغه غونډه کي د پي ټي ايم مشر منظور پښتين، علي وزير، محسن داوړ، ملابهرام او ګڼ شمير نورو پښتنو مشرانو خپلي ويناوي واورولې.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په خپلو خبرو کي وويل، دوی د آیين په چوکاټ کي د خپلو حقونو غوښتنه کوي، خو پوځ او رياست همدا آيين ددوی پرضد استعمالوي.

ښاغلي پښتين وويل، چي رياست د پښتنو پرضد د جبر او ستم تګلاره کاروي، او اوس هم د پښتنو په سيمو کي د طالبانو په نوم وسلوال کسان ستونزي جوړوي.

د هغه په خبره، پښتنو ته اوس دا پته لګېدلې ده چي دښمن يې څوک دی او څنګه دوی ته ستونزي جوړوي، خو له دې وروسته به ددې پاليسيو مخه نيسي.

جلسې ته له شمالي وزیرستانه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وویل:  پي ټي ایم به د خپل اولس د حقونو له ګټلو څخه پر شا کیږي نه.

 د ښاغلي داوړ په خبره،  پي ټي ایم تر دې مهاله ډېري ګټي کړي دي او اوس حکومت مجبوره سوی دی چي په قبایلي ضلعو کي د خلقو د تاوانونو معاوضې ورکړي.

د بنو جلسې ته که څه هم د کوزي پښتونخوا څخه د ورتلونکو کسانو مخه پوليسو ونيول، خو بيا هم په بېسارې توګه خلګو پکي ګډون کړی وو.

د بنو جلسې لپاره پر خواله رسنيو هم پراخ کمپاين روان وو او د همدې کمپاين له برکته دا جلسه بريالی سول.