کور / راپور / چارواکي : په هلمند کي پوليسو غلچکي بريدګر وژلي دي

چارواکي : په هلمند کي پوليسو غلچکي بريدګر وژلي دي

د هلمند چارواکي وایي، چي په مرکزلښکرګاه ښار کې يو وسلوال دپوليسو په ځوابيه ډزو کي وژل سوی دی.

د هلمند امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي دترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې مديريت پوليسو په لښکرګاه ښار کې دوه تنه  چي غوښتل يې په ښار کي غلچکي بريدونه ترسره کړي پوليسو تر پېژندنې وروسته ورباندي بريد کړي چي په نتيجه کي يې يو وسلوال وژل سوی او بل  تن يې په تېښته بریالی سوی دی.

بل خوا د سمنګان ولایت مسؤولين وايي، چي په ځانګړو عملياتو کي يې تېره شپه ناوخته څلور طالب وسلوال ژوندي نيولي دي.

د سمنګان د پوليسو وياند عبدالمنير رحيمي وايي، چي تېره شپه طالب وسلوالو غوښتل يو تن ټپي ملګری د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ ته انتقال کړي، چي د ملي امنيت او پوليسو په ګډو عملياتو کي ونيول سول.

طالبانو د دواړ و پېښو په هکله تراوسه څه نه دي ويلي.