کور / راپور / د پکتيا له مرکزي زندان څخه اووه بنديان تښتېدلي دي

د پکتيا له مرکزي زندان څخه اووه بنديان تښتېدلي دي

د پکتيا د مرکزي زندان څخه اووه زندانيان تښتېدلي دي، چي د چارواکو په وينا درې تنه د طالبانو غړي او درې نور په جنايي مجرمين وه.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، چي دغه بنديان پرون د يکشنبې په ماښام د ۷:۳۰ نه تر نهو بجو پورې موده کي له زندان څخه په تېښته بريالي سوي دي.

هغه وويل دغو بنديانو ته د سياسي، قتل، ترور او خيانت جرمونو پر اساس د محکمې د پرېکړې له مخې له پنځو کلونو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا اورول سوې وه.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چي له زندان څخه تښتېدلي کسان ټول ددوی نفر دي او اوس د طالبانو سيمي ته رسېدلي دي.