کور / راپور / په لراوبر پښتونخوا کي د واورو له امله ګڼ کسان وژل سوي دي

په لراوبر پښتونخوا کي د واورو له امله ګڼ کسان وژل سوي دي

د تېرو دوو ورځو بارانونو او واورو له امله په کندهار، هلمند، هرات، کوټه او چمن کي شاوخوا ۳۰ کسان مړه سوي او ګڼ نور ژوبل دي.

تېره ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د يو کور د چت نړېدلو له امله د يوې کورنۍ ۶ کسان مړه سول او همداراز په کندهار ښار کي دوه تنه د کور نړېدلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همداراز په هلمند کي هم درې کسان د باران له امله مړه سوي دي او د هرات ولايت په ادرسکن او انجيل ولسواليو کي بيا د درنو واورو له امله د ځينو کورنو بامونه نړېدلي او اته کسان پکي مړه سوي دي.

بل خوا په محکوم وطن کي هم د واورو او اورښتونو له امله ګڼ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پښین کي دوه ماشومان او یوه ښځه او د ږوب په شابزي کلي کي د یوې کورنۍ شپږ تنه د ‎کورونو د چتونو د راپرېوتو له امله مړه سوي دي د ژوب په پېښه کې درې ښځي او درې ماشومان دي.همداراز په پښين کي لس تنه ژوبل سوي هم دي. په شیراني کې د موټر د ښوېیدو له امله هم پنځه تنه ټپیان سوي دي.

د پښين په شمالي سيمه قمردین کارېز، بادیني، لوی بند، توبه کاکړي، برشور، توبه اڅکزۍ، کرتا او په کوټه، زیارت ، مستونڰ او کوږک کي سخته واوره اورېدلې چې په ځینو ځایونو کې د دې واورې اندازه دوو فوټو ته رسیږي.