کور / مېرمن / ښځه اړه نه ده اړيستل کيږي

ښځه اړه نه ده اړيستل کيږي

ليکوال: ح ،حقوېش

د وهابيزم پلويان او زموږ په پښتني ټولنه کي ډير داسي خلک شته چي د اسلام بقاه په ښځه د بنديزونو په لګولو سره ښيي، او اسلام ته لوى خطر پېښدل هم له ښځي ښيي. دا لامل دى چي د ښځي له بهر وتلو او تعليم کولو سره پريکون ښيي، ښځه تر کوره پوري محدودوي او په کور شته ټولي چاري دې ته ورله غاړې کوي. سړى ځان د دباندي ګټوندى ښيي او دغو ښځو ته له دباندي هرڅه راتلل دده په خوښه وي. او دا کار ټوله نارينه د ځان مسوليت بولي هر يو په خپلو کورونو کي په ښځو پيشار زياتوي څو ددوى له امرونو سرغړونه ونکړي او دباندي ونه وځي. که چيري يوه ښځه د اړتيا په خاطر دباندي ووځي، نو د سيمي خلک د هغې د کورنۍ نارينوو ته پېغور ورکوي او په سپک نظر ورته ګوري ان تر دې پوري چي د جنسي اړيكو تور پرې لګوي، او په ټولنه کي يې يوه بدنامه ښځه ښيي چي بيا د سيمي نوري ښځي هم ورسره پريکون کوي، که ورسره پريکون ونکړي بيا هغې ښځي ته هم په بدنامه نظر کتل کيږي. د نارينوو داسي چلند زموږ په شاوخوا کي ښځي له ډيرو ناخوالو او ستړياوو سره مخه کړې دي. تر هرڅه مخكي لکه نارينه چي څومره جنسي تلوسه لري همدومره جنسي تلوسه ښځه هم لري، نارينه که د شوق او خوند په وخت كي دا تلوسه بې له کومي پوښتني ماتوي همدا ډول ځيني ښځې هم وبوله چي د شوق او خوند تر څنګ يې ځيني وخت پيسې هم اخلي، خو موږ چي په کوم جنسي پلور خبري کوو، هغه په هغه جنسي پلور ږغيږو کوم چي بې له کوم شوق او خونده کوي، او هغه جنسي پلور د خپلي بېوزلي له امله کوي، چي نه کوم شوق او نه کوم خوند لري، د خپلي خيټي او ماشومانو د خېټي لپاره هرڅه له خاورو سره خاوري کوي او د حيا يوه قوي اوښکه له سترګو جلا کوي، په وچو شونډو او لړزېدلي بدن دې کار ته ادامه ورکوي.
•   لومړى خو د اسلام په نوم په موږ تپل شوي جنګ دلته د روزګار ټولي زرمي له منځه وړې دي، چي د يوې کورنۍ سرپرست د خپلو اولادونو د خيټي مړولو لپاره اړيستل کيږي چي له کور، سيمي او هېواده ليري په روزګار پسې وځي، هلته کلونه تېروي نه شي کولى چي په لنډه موده کي کور ته ولاړ شي، نو په دومره اوږده موده کي له ښځي سره د خاوند نشتون ښځه نورو لارو ته هڅوي.
•   همدې جنګ د ډيرو کورنيو سرپرستان يا د هغوى مشران ورنه اخستي وي، او په شاوخوا شته شتمن چي ددوى هري نيمګړتيا ته ګوته نيسي او له مذهبي، کلتوري او نظرياتي لحاظه په هغوى هر ډول تور پوري کوي. هغه له دوى سره هيڅ ډول مرسته نه کوي په خپله عاشي کي ډوب وي، خپلو اولادونه ته له نوي عصر سره يو ډول پرمختګ ورکوي د هغوى هر ډول غوښتني د پيسو په مټ ورته پوره کوي. او دې لوېدلو خلکو ته چي د قانون په چوکاټ کي کومه مرسته ښودل کيږي هغه مرستي همدغه خلک په يو ډول نه يو ډول خپلو جېبونو ته وړي، هغوى ته هيڅ هم لاسته نه ورځي. په همدې وخت كي چي ښځي ته د ماشومانو پالنه او روزنه ورله غاړي وي، او د کار کولو هم کومه ضمينه ورته برابره نه وي هغه د ماشومانو لوږه فقر ته اړه کوي چي فقر وروسته هغه نورو لارو ته هم اړه کوي.
•   لومړى خو دلته د نارينو لپاره کار نشته په جوپو جوپو ځوانان په غيرقانوني لارو خارج ته روان دي، چي له ډيرو ستونزو او له مرګ سره په وارو وارو مخامخ کيږي بيا تر يوځايه ځان رسوي، چي دلته د نارينوو لپاره کار نه وي نو د ښځو لپاره خو بيخي کار نشته. بل دلته نرواکه ټولنه ده که د ښځي کار هم وي دوى يې نه د بل کار ته پرېږدي او نه يې تر خپل څنګ پريږدي. خو ښځه بيا هم د اولاد پالو لپاره اړه ده چي له نورو لارو کار واخلي.
•   بل نرواکه ټولنه ښځه تعليم ته نه پريږدي او د ښځي په تعليم تر ننه پوري سختي نوکي کوي. که چيري دې ښځو تعليم يا کوم بل هنر لرلى نو په خپله به يې چيرته د نر په څېر ځانته روزګار موندلى واى نه به جنسي پلور ته اړه کېدله نه به يې ماشومان وږي کېدل.
•   ولور هم لکه څنګه چي يې د نارينه ژوند ورته تريخ کړى دى همداسي يې د ښځي ژوند هم تريخ کړى دى. کله چي د ښځي کورنۍ له زوم څخه ولور واخلي نو ډير ځوانان د پيسو د نشتون له امله پيسې په قرض اخلي او ولور ورکوي. کله چي واده وکړي نو ځوان له واده وروسته اړ ده چي د قرض ورکولو لپاره پيسې وګټې ډير ځوانان که څه هم له واده مخکي د ولور ګټلو لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي همداسي د ولور لپاره پيسې قرض کونکي له واده وروسته بهرنيو هېوادونو ته ځي. چي له هغه وروسته د کورنۍ د غړو خوله په ښځه وراوړي او هره ورځ يې زوروي چي ستا له امله مو اوس زوى ورک ده، دا زورول ښځه اړه کوي چي د خپلو روزمره اړتياوو لپاره له کومې يوې لاري روپۍ پيدا کړي.
•   د ډيرو شتمنو خلکو زامن يا په دولتي ادارو کي د لوړ منصب ځيني خلک د خپل شهوت لپاره د غريبو کورنيو نجونې چي په تن شايسته وي، له ناوړو لارو “مطلب د هغې عکسونه فوټشاپ کول، وېډيو جوړ، په زوره هڅول، په کومه اداره کي هغې ته ستونزي جوړل او وروسته د يوڅه په بدل کي د هغې ستونزي حل کول او داسي نورو ناوړه لارو” له امله هغه اړه کوي چي ددوى جنسي تنده ورماته کړي.
يادونه:  ددې هر څه له منځه وړلو لپاره په خپلو لوڼو او خويندو تعليم کول فرض دى، که موږ په خپلو لوڼو او خويندو تعليم وکړو هغوى به د تعليم له لاري د ژوند له ټولو چارو سره بلدي شي، هغه به په قانوني لحاظ د خپل حق غوښتونكې وي، نه به يې څوک غولولى شي، نه به څوک ورته ستونزي جوړوي، نه به څوک د هغې له ناخبرتيا څخه ناوړه استفاده اخلي، هغه به د خپل علم له لاري وکولاى شي چي ځان او اولاد ته له يوې سمي لاري روزي پيدا کړي د هغوى سمه پالنه وکړي. نه به ستا په خپله لور او خور فکر خراب وي چي ماښام به يې ډوډۍ خوړلې وي که نه؟ د اولادونو رنځوري به يې څنګه وي؟ او داسي نور فکرونه چي ته يې د هغې د ژوند په هکله لرې هغه به نه وي.
کومي ستونزي چي زموږ او ستاسو د سترګو په وړاندي تر سره کيږي، موږ ورته بې وسه، ګوته په غاښ ورته ناست او په سرو سترګو ورته ګورو، دا ټولي ستونزي له بې علمۍ رازېږول شوې دي، نو موږ او تاسو به يې مخنيوى په علم سره کوو.