کور / هراړخیز / ډیجټلي بدلون څه شی دي؟ Cloud BPM

ډیجټلي بدلون څه شی دي؟ Cloud BPM

ليکنه: اسدالله رحيمي

(Digital Transformation) ډیجټلي بدلون څه شی دي؟ Cloud BPM زمونږ سره پدي سفر کي څنګه مرسته کولای سي؟

ډیجټلي بدلون پدي معنی دي چې د خپل مشخص تجارت د پرمختګ لپاره د هر ډول ممکن ډیجټل وسایلو څخه کار واخلي. له همدي امله ډیجټلي تحول کومه پایله، نتیجه او مقصد ندي، بلکي یو سفر دي. د تجارت د تحلیلو او د غوره تکنالوژیو استفاده کول  یو اوږد سفر دي تر څو  د خپل ځانګړي اړتیاوي  پوره کړي.

پدي مطلب کی موږ تاسو ته ټولي هغه لاري درښیو کوم چې په ډیجټلي بدلون او تحول کی استعمالیږي. موږ به وګورو چې Cloud BPM Suites ستاسو د تجارتي پروسو او د هغو د کاري نخښي (workflow) د جوړولو لپاره څومره مهم وسایل دي.

ډیجټلي بدلون ستاسو په دماغ کي دي:

د هر څه دمخه موږ باید پوه سو چې هر ډول بدلون په خاص ډول ډیجټلي بدلون زموږ په دماغ کی پیلیږي. تقریباً هر تجارت باید رقابتي وي. کله چي تجارتي توکي یا خدمات په ارزانه طریقه عرضه کوي نو باید په لوړ معیار وي. دډیجټلي بدلون  د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره بدلیدل یا پرمختګ دي. بالاخره نن ورځ ډیر دودیزه تجارتونه کوښښ کوي چې لږ تر لږه خپل مشخص کارونه ډیجټل کړي.

ډیجټلي  بدلون ستاسو په دماغ کي شروع کیږي پداسي حال کي چې ستاسو د تجارت پروسې او کاري جریان ستاسو عضلات دي. دغه عضلات ستاسو اداره ستاسو د اهدافو په لور وړي. شاید تاسو ډیري پروسې ولرئ، او دا هره یوه ستاسو د سازمان او اداري په اغیزمن کولو کې مرسته کوي (یا نه). که غواړی خپل سازمان بدل کړي تاسو مجبوره یاست چې خپلي پروسې بدلي کړي.

همیشه پروسې په یاد لري:

  • په خپل منځ کښي همږغه واوسې او دندي مخ ته یوسي. همکاره واوسي دا مهمه نده چې ستاسو کارمندان چیري دي.
  • د ارزښت لړي مکمله بشپړ کړي په شمول د پیریدونکو، کارمندانو او چمتو کونکو.
  • د دندو د ټاکلې نیټي په اساس خبرتیاوي راپورته کړي.
  • KPI چمتو کړي چې غوره پریکړي وکړي او خنډونه پیدا کړي.

 

زیات پلیټ فارمونه او تکنالوژیانی ستاسو د ډیجټلي بدلون په هڅو کی ستاسو سره مرسته کوي. په هر صورت د ډیجیټل بدلونونو ډیر نوښتونه باید د BPM څخه استفاده وکړي په خاص ډول هغه BPM کوم چې په فضایې ذخیره کي کار کوي.

د ډیجیټلي بدلون کاري ساحې:

کله چې د ډیجیټلي بدلون سفر شروع کوي نو دا ۴ اصلي کاري لارښونې باید په پام کی ونیسي:

اپلیکیشن عصري کول
د هوښیارو او ځیرکو سیستموو

 یوځاې کول

د پروسې رسمول
د cloud بسته کول

راځي چې وګورو د BPM وسیلي پدي ۴ اړخونو کی زمونږ سره څنګه مرسته کوي.

د Cloud بسته کول:

Cloud دقیقاً د سافټویر لوبه تغیر کړي ده. ددي بعضي مهمي ګټې چې ستاسو د ډیجیټلي بدلون پر هڅو مثبتې اغیزې لري چې په لاندی ډول دي:

  1. جوازونه (Licenses):
  • د سافټویر قیمت پر زرهاوو مشتریانو باندي ویشل کیږي چې هر یو یو څه ورکوي.
  • میاشتني دي او د لږ خطر لرونکي دي. د رانیولو تر مخه کولای سي یو واري یې وګوري. هر وخت چې وغواړي بندولای یې سي.
  • دا مهمه ده کله چې ته نه پوهیږي چې کوم خاص سافټویر زما د ضروریاتو مطابق دي. ددي ترمخه چې استفاده یې کړې ته کولای سي مختلف سافټویرونه تجربه کړي.
  1. د وړاندي کولو وخت (Delivery Time):
  • ژرترژره د هفتو/میاشتو پر ځای دقیقې/ساعتونه استعمالوي
  • مغلق ثبت ندي، نه هم د سافټویر جوړول دي او نه هم د ساختمان منظم کول
  • د مشورتي مصرافو کموالي
  • دا په ډیجیټلي بدلون کی مهم دي ځکه چې ژر تر ژره د پروسې نتیجه وویني
  1. د IT اړتیاوي (IT Requirements):
  • د کارمندانو د استفاده کولو لپاره فقط یو ویب بروازر ته ضرورت دي
  • اسانه ساختمان هیڅ د معلوماتو مرکز یا پلټ فارم ته اړتیا نسته
  • د IT د کارمندانو څخه بیغمه وي.
  • دا ددي لپاره مهم دي چې مختلف محصولات بیله کوم مصرفه وګوري.

بالاخره پدی پوست کی مونږ تاسو ته ډیجیټل بدلون تشریح کړي. مونږ همدارنګه تاسو ته د cloud د استعمال ګټي بیان کړي. شاید تاسو ډیر څه زده کړي وي او د خپل تجارت د هوسایي او اساني لپاره د Flokzu څخه استفاده وکړي.