کور / اقتصادي / انجن چیښی ده؟ BPMN

انجن چیښی ده؟ BPMN

ليکنه: اسدالله رحيمي

 BPMN انجن چیښی ده؟ او څنګه کولای سو یوه تجارتې پروسه په یوه کلیک سره اتومات او جوړه کړو:

د BPMN انجن یا په رسمې توګه د یوی تجارتي پروسي د اجرا کولو انجن ددي وړتیا لري چه یوه تجارتي پروسه تطبیق او معیارونه یی پلې کړي. عموماً یو BPMN انجن د BPM Suite یوه برخه ده.

په بل عبارت د BPMN  په استعمال سره کولاي سو چي د یوه تجارت مکمله پروسه تشریح کړو. ددي ثابتولو لپاره، BPMN د پروسی د جوړولو لپاره مختلف سمبولونه لري، چي پروسی په تصویري ډول ښکاره کړي. نو پدي خاطر ویلاي سو، چي BPMN انجن د پروسې د پلې کولو او تفسیر کولو توان لري، او د معیارونو په هر سمبول پوري اړوند فعالیتونه پلې کوي.

د BPMN ډیاګرامونه په ټوله نړي کي خپاره سوي دي. نن ورځ دا د تجارتې پروسې د ماډل کولو لپاره نړیوال معیار دي. دا پدې معنا ده چې په عملي توګه هر هغه څوک چې د پروسو په اړه پوهیږي، کولاي سي په BPMN باندې پوه سي ، او له دې امله ستاسو په اداره یا د دې څخه بهر د نورو سره بحث وکړي.

لکه څنګه چې نوې اړتیاوې رامینځته کیږي ، موږ ډاډه یو چي ددي په ارزښت به خلګ پوه سي او په خپلو تجارتې پروسو کي به یي استعمال کړي.

 د یوه BPMN تشریح او ماډل کول:

د BPMN انجن د پروسې د ګرافیکي ماډل تشریح کوي، کوم چې مختلف سمبولونه لري، که د کارونکي دندې ، دوخت تعینول، د پیغام افعال او نور. دلته یوه بیلګه ده:

د BPMN انجن په اړه په زړه پورې خبره دا ده چې د ماډل تشریح کولو وروسته، د ماډل د اجرا کولو توان هم لري. د BPMN انجن به پیغامونه یا بریښنالیکونه واستوي کله چې مناسب وي، یا کارونکو ته دندې وسپاري.

د یوي پروسې ماډل کول او په BPMN انجن کي اجرا کول د پروسې په وړاندي کولو کی زړورتیا ته اجازه ورکوي. مګر دا د تجارت د دومداره پرمختګ لپاره هم ګټه لري. دا په بشپړه ډول د سافټویر د ځیرکو میتودونو سره سمون لري. د پایلې په توګه ، دا تکراري او ګړندي دورونو ته اجازه ورکوي او د پایلې ښکېل اړخونو په دوامداره توګه ښیې.

په BPMN کې پروسې په اسانۍ د پوهیدو وړ دي، کوم چې په دوامداره توګه د تعدیلاتو او اصلاحاتو معرفي کولو کې مرسته کوي. نهایی وړاندیز د خپل سازمان د یوې پروسې سره سمدلاسه پیل کول دي. سمدلاسه، لومړی نسخه ځای په ځای کړئ او امتحان یي کړي.