کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/يواويايمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/يواويايمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

(علمي سيمينار) که يوازي (سيمينار) وليکو؟
—————————————–
سيمينار (Seminar) هغي غونډي ته ويل کېږي چي يو يا څو پوهان د ځانګړي موضوع په اړه په ځانګړي مکان کي شفاهي خبري کوي او يا ليکنه لولي. په دې بحث کي د موضوع اړوند نور پوهان هم برخه اخلي، هغوی هم د موضوع يا پوهانو د خبرو په اړه پوښتني يا نظريات ورکولای سي، خو اصلي نقش د هغه چا دی چي د موضوع په اړه يې څېړنه کړې او نتيجه يې د غونډي برخه والو ته وايي.
سيمينار معمولا د علمي موضوعاتو په اړه جوړېږي، که (علمي) صفت ورسره وتړو يا يې و نه تړو، هر سيمينار د مانا له مخي په خپل ځان کي د (علمي) مفهوم لري. دا چي د ځينو سيمينارونو موضوع مشخصه نه وي، غير علمي خلک ورته رابولي او يا يې مديريت کمزوری وي، دا بيا جلا بحث دی، مثلا يو سيمينار د ژبپوهني په اړه وي، د دې پر ځای چي ژبپوهان وروبلل سي، شاعران وربلل کېږي.
ما په څو قاموسونو کي د سيمينار کلمه وپلټله، د نړۍ په ډېرو ژبو کي سيمينار دې ته ورته ځانګړتياوي لري، خو له افغانستان پرته نور هيوادونه د (علمي) کلمه نه ورسره تړي. موږ که چا ته (باسواده خلک) وایو، (بې سواده خلک) هم سته، که چا ته (ناروغ) وايو، نو (روغ) انسانان هم سته، خو ايا (غير علمي سيمينار) هم سته؟ زما په نظر يوازي د (سيمينار) کلمه کفایت کوي، ضرورت نسته چي د (علمي) کلمه ورسرباری کړو او خبره بې ضرورته اوږده کړو، تاسي په دې اړه څه نظر لرئ؟

دوه اويايمه برخه

په سرکاڼو کي د ملي اردو درې سرتېري مړه او ژوبل سوي دي
———————————————————
دا ډول جملې اکثره وخت د خبر يا راپور سرليک وي. دلته تر ټولو مهمه خبره د ژول سويو او ژبول سويو سرتېرو شمېر دی، خو له دې سرليک څخه څوک نه پوهېږي چي څو سرتېري وژل سوي او څو يې ژوبل دي. که څه هم وروسته د راپور په تفصيل کي د وژل سويو او ژوبل سويو سرتېرو شمېر ياد سوی وي، خو په سرليک کي اشاره نه وی ورته سوې. په نوي ژورناليزم کي بايد معلومات د سرچپه هرم په سبک ترتيب سي، ياني مهم معلومات په سرليک کي او نور معلومات په تفصيل کي ياد کړل سي، خو  اوسنی سرليک نيمکړی دی، ځکه چي هيڅ نه راته وايي، بلکي ذهن مو نور هم ګډوډ کوي. که د وژل سويو او ټپيانو سرتېرو شمېر نه وي معلوم، نو ويلای سو چي په سرکاڼو کي د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو که شمېر يادوو، نو بايد چي وژل سوي سرتېري جلا او ټپيان جلا ياد کړو. مثلا که په چاودنه يا جګړه کي دوه سرتيري وژل سوي او يو ټپي وي، نو پورتنی سرليک داسي ليکلای سو: ((په سرکاڼو کي د ملي اردو دوه سرتېري وژل سوي او يو ټپي دی.))