کور / راپور / اسدالله خالد: سولی ته چمتو یو خو لاسته راوړني ساتل مو مکلفیت دي

اسدالله خالد: سولی ته چمتو یو خو لاسته راوړني ساتل مو مکلفیت دي

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د سولې هر ډول خبرو ته چمتو دي، خو زیاتوي، چي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنه کړي، چي د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني سي.

هغه نن دوشنبه د کمانډو مکتب ١٠٠٠ تنو د فراغت په مراسمو کي وویل، چي افغانان باید په قطر کي د امریکا او طالبانو د سولې د روانو خبرو په اړه هیڅ ډول اندېښنه ونه لري.

خالد وویل، چي امریکایان به یو وخت نه یو وخت له افغانستان څخه وځي، خو زیاته یې کړه چي افغان امنیتي ځواکونه باید د خپل هېواد امنیت په اړه کلک هوډ ولري.