ولسمشر ته پرانیستی لیک

د لراوبر اداره | جنوري 13th, 2020



دا لیک ۱۳ جنوري ۲۰۱۶ ولسمشر ته لیږل سوی دی خو د موضوع ارزښت ته په کتلو یې د بیا خپرېدا اړتیا لیدله کیږي.

رالیږونکی: ښاغلی شيرين ګردیوال

افغان ولسمشر ته پرانیستی لیک

د لوې او بخښونکي خدای په نامه

افغان ولسمشر ته پرانیستی لیک ـــ اړینه غوښتنه
دافغانستان ولسمشرښاغلي محمد اشرف غني!
عزتمنده!
لکه چې څرګنده ده د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې ګڼ شمیر قامونه یوځای وسیږي، چې د ډیره کی(اکثریت) قوم ژبه اوکولتور پکې حاکم دی اودلږه کیو قامونو حقوق پکې دهغوۍ د شمیر (نفوس) په کچه (اندازه) د قانون په کړۍ کې خوندي دي. افغانستان هم د ورونو قومونوګډ کور دى،چې ګډ تاریخ، ګډکولتور اوګډ ویاړونه لري.
سره له دې، چې د افغانستان دقاطع ډیره کي (اکثریت) قام ژبه «پښتو» په اساسي قانون کې دهیواد ملي او رسمي ژبه ده، د اساسي قانون او دنړیوالو ډیموکراټیکو نورومونو اواصولو پرخلاف په رسمي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ډګر کې د افغانستان د ځیني لوړ پوړو چارواکو او ادارو له خوا د هیواد دننه اوبهر په شعوري توګه په دولتې/ حکومتي ادارو،دفترونو، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونوکې له پامه غورځول شوې ده او هیڅ شتون نه لري.
دجمهوري ریاست (دربار) اداري او دوتري (دفتري) کارونه،رسمي مکتوبونه، فرمانونه،اعلامیې، خبرتیاوي اواړیکي (کمونیکیشن) په دري ژبه دي.

د وزارتونو،مشرانو جرګې،ولسي جرګې،سترې محکمې، د ټاکنو د کمیسونونو، امنیتي ادارواو دملي امنیت شوری رسمي مکتوبونه، لیکنې، رسنیزکنفرانسونه، انټرنیټي ویب پاڼې او تړونونه په دري ژبه دي .

رسنۍ او میډیا په سلو کې 95 په دري ژبه ده او په زیاترو دولتي/حکومتي ادارو کې د خپلسرو زورواکو له خوا د متنازعه اشخاصو انځورونه زوړند شوي،چې هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي.

له هیواده بهر دسفارتونو اوکونسلګریو انټرنیټي ویب پاڼې،خبرتیاوي، اړین مالومات، دپاسپورت غوښتنلیک، نکاح لیک، وکالت لیک،د زیږیدو د تصدیق او نورې فورمي په انګلیسي او دري/پارسې ژبه دي. کله چې ئې له چارواکو وپوښتل شي، نو هغوۍ وائې چې موږ ته بهرنیو چارو وزارت پښتو فورمې نه دي رالېږلي، چې په دې سره په لوې لاس تر اوسه پورې داساسي قانون پرخلاف د هیواد قاطع او مطلق ډیره کي (اکثریت) قام «پښتون قام» د ژبې، کولتور،حقوقو او ارزښتونو سپکاوی کیږي چې دا غیر عادلانه کړنې نور د زغملووړ نه دي ، ولسي غبرګون راپاروي، چې ښې پایلې به ونه لري.
پښتانه په هیواد او منطقه کې يو ستر ځواک دى، هیواد اوسيمى ته ټیکاو( ثبات) او امنيت بخښى. زمونږ په اند «پښتو ژبه» دافغانستان داساسي قانون د16 مې مادې پر خلاف له دولتې/حکومتي ادارو لرې ساتل او دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق له پامه غورځول یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني، غیر عادلانه او دانساني ( بشري) حقونو نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي،حقوقي او قانوني جواز نه لري.
د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند په دې وسیله له تاسې ښاغلي ولسمشرڅخه په ډېر درناوي په کلکه غوښتنه کوي، چې د هیواد د لومړي زمه وار شخص په حیث، دملګرو ملتونواو دنړیوالو ډیموکراټیکو نورمونو پربنسټ،دقانون دتطبیق په موخه دافغانستان د اساسي قانون د 16 مې مادې قانوني حقوق برحال اود پلې کولو ا و تطیبق لپاره ئې کوټلي ګامونه واخلئ، ترڅو دپښتو ژبې په مقابل کې روانو بې عدالتیو ته د پائې ټکی کیښودل شي او په رښتیني توګه قانون او ډیموکراسي پلې شي.

په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

Copyright Larawbar 2007-2024