کور / #PTM / محسن داوړ: د پي ټي ايم غونډي د پښتنو د حق اخيستلو لپاره پر حکومت فشار راوړي

محسن داوړ: د پي ټي ايم غونډي د پښتنو د حق اخيستلو لپاره پر حکومت فشار راوړي

د پښتون ژغورني غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي، چي ددوی غونډي پر حکومت فشار راوړي او د خپلو حقونو لپاره له همدې لاري اواز پورته کوي.

محسن داوړ چي د بنو د جلسې وروسته يې د يادي غونډي په تړاو څرګندوني کولې وويل، چي دا غونډه په بشپړه توګه بريالۍ وه.

د جنوري پر ۱۲ نېټه په بنو کي د پي ټي ايم لخوا يو ه ستره جلسه جوړه سوه او په لسګونو زرو پښتنو پکي ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کي د منظور پښتين، محسن داوړ، علي وزير او ملابهرام ترڅنګ نورو مشرانو او فعالانو هم خبري وکړې.

مشر منظور پښتين په خپلو خبرو کي وويل، چي د پښتنو سره د پاکستاني رياست چلند ظالمانه دی او د هغوی په چلند کي کوم بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي پښتين وويل، چي نور به پښتانه چوپ پاتي نه سي او ددوی پرضد جوړه سوې دسېسې به په خپل يووالي سره شنډي کړي.

د بنو په جلسه کي منظور پښتين اعلان وکړ، چي د پي ټي ايم راتلونکې غونډه به د فبروروي پر دوهمه نېټه وي، په همدې ورځ د ارمان لوڼي لومړی تلين هم لمانځل کېږي.

محسن داوړ وايي، چي  د پي ټي ايم جلسو اوس هم مثبت بدلون راوستي دي او هڅه کوي چي خپله مبارزه همداسي سوله ايزه مخي ته بوځي.