کور / راپور / رابرټ اوبراين:د طالبانو سره د موافقې پرته هم په افغانستان کي امريکايي سرتېري کمېږي

رابرټ اوبراين:د طالبانو سره د موافقې پرته هم په افغانستان کي امريکايي سرتېري کمېږي

د امريکا د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين وايي، چي کيدای سي سږ کال د طالبانو سره يوه هوکړه وسي، خو که دا هوکړه ونه سي هم به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کي امريکايي سرتېري کم کړي.

ښاغلي اوبراين تېره ورځ د اکسيوس ويبباڼي سره په يوې مرکه کي وويل، چي ډېر احتمال سته چي په ۲۰۲۰ کال کي د طالبانو او امريکا ترمنځ يوه موافقه لاسليک سي.

هغه وايي: “که چیري د یوې معاملې له مخې وي یا پرته له معاملې په افغانستان کي د خپلو سرتېرو شمېر کم کړو.”

تر دې مخکي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان ته د سفر پر مهال په بګرام پوځي اډه کي اعلان وکړ، چي په افغانستان کي به د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د دې پوښتنې په ځواب کي چي ایا ولسمشر ټرمپ به د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکي له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي؟

وویل:”د ولسمشریزو ټاکنو دمهالوېش په اساس قضاوت نسي کولی، خو ممکنه ده چي سږکال هوکړي ته ورسېږي. موږ پر هغه باندې کار کوو، خو باید یوه ښه معامله وي.”

د طالبانو او امريکايانو ترمنځ تېر کال د ۹ ځلو خبرو اترو وروسته دواړه لوري يوې موافقې ته نژدې سول، خو په کابل کي د يو امريکايي د وژلو وروسته ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره خبري لغوه کړې.

په دې وروستيو کي د قطر په پلازمېنه دوحه کي بيا د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ خبري اتري پيل سوي دي.