کور / راپور / مزارشريف کي چاودني دوه ماشومان شهيدان کړي دي

مزارشريف کي چاودني دوه ماشومان شهيدان کړي دي

نن سهار په مزارشريف ښار کي د دوو پرلپسې چاودنو له امله دوه ماشومان شهيدان سوي او د يوه پوليس په ګډون ۹ کسان ژوبل سوي دي.

دغه چاودني د بلخ د ولسوال ګلبازخان د کور مخي ته سوي دي.

په بلخ کې د ابو علي سینا بلخي روغتون یو ډاکټر شفیق شایق وايي، چي د پېښې له ځایه دوی ته دوه مړي او شپږ ټپیان وروړل سوي دي.

تر دا مهاله ددې پېښي مسؤوليت کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی.