کور / راپور / په کوټه کي ګيس د يوې کورنۍ ۶ کسان وژلي دي

په کوټه کي ګيس د يوې کورنۍ ۶ کسان وژلي دي

په کوټه کي نن سهار د ګيس د ليکېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه سوي دي.

پېښه نن سهار د کوټي په سرياب سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوې، چي د يوې کورنۍ غړو د ګيس هيټر خلاص پرې اېښی وو.

راپورونه وايي، چي تېره شپه دغه کورنۍ خپل د ګيس پيپ خلاص پرې اېښی وو، چي ددې سره يوه مېرمن، د هغې خاوند او درې ماشومانو ساه بنده سوې او وژل سوي دي.

بل خوا د چارسدې په اتمانزو کي د ګيس چاودني له کبله د يوې کورنۍ شپږ کسان ژوبل سوي دي.

دا مهال په کوټه او ورڅېرمه علاقو کي منفي ۶ درجې سخته يخني ده.

د تېرو څو ورځو واورو او بارانونو له امله په کوټه، ږوب، کندهار او هلمند کي تر ۳۰ زيات کسان وژل سوي دي.