کور / راپور / ټرمپ: قاسم سليماني بايد ۲۰ کاله وړاندي وژل سوی وای

ټرمپ: قاسم سليماني بايد ۲۰ کاله وړاندي وژل سوی وای

ټرمپ: د قاسم سليماني وژل ۲۰ کاله ځنډېدلي وه.

ټرمپ د يوې پوښتني په ځواب کي ويلي، چي سليماني په دې وروستيو کي د ډېرو امريکايانو او نورو کسانو د وژلو مسؤول وو.

ټرمپ وويل، پکار خو دا وه چي د نړۍ لومړۍ درجه ترهګر قاسم سليماني ۲۰ کاله وړاندي لا وژل سوی وای، خو بيا هم ښه سو چي اوس له منځه ولاړی.

قاسم سليماني د ايران د القدس ځواکونو قومندان وو او په ايران کي د آيت الله علي خامنه اي وروسته دوهم مهم کس وو.

سليماني د روان کال د جنورۍ پر ۳ نېټه د عراق په پلازمېنه بغداد کي د امريکا بې پېلوټه الوتکي په بريد کي ووژل سو.

د قاسم سليماني سره يوځای په عراق کي د (الحشد الشعبي) يا ولسي پاڅون مشر او د القدس څانګي يو بل مهم غړی هم ووژل سول.