کور / راپور / های کورټ: حکومت دي ادرېس خټک حاضر کړي

های کورټ: حکومت دي ادرېس خټک حاضر کړي

د پېښور های کورټ حکومت ته د جنورۍ تر يو دېرشمي وخت ورکړی چي د بشري حقونو فعال ادريس خټک پيدا کړي.

 د نشنل پارټۍ يو مشر ادريس خټک د نومبر پر ۱۳ نېټه  هغه وخت وتښتول سو چي له اکوړه خټکه صوابۍ ته پر لار وو.

د ښاغلي خټک وکيل طارق افغان وايي، که ادريس خټک امنيتي ځواکونو بيولی وي نو عدالت ته دې يې حاضر کړي او که یې نه وي نيولی نو بايد د هغه تښتوونکي معلوم کړي ځکه چې دا ادارې د قانون له مخې د خلکو د خوندي ساتلو دنده لري. “موږ د پاکستان پر نژدې ټولو امنيتي ادارو دعوه لرو. يوې ادارې سپريم کورټ ته په دې اړه خپل جواب ورکړی دی او نورو نه. له همدې وجې د دې کېس اورېدنه وځنډېده. اوس بايد معلومه شي چي ادريس خټک چيرته دی خو له نښو داسې معلومېږي چي هغه د جاسوسي ادارو سره بندي دي.”

 د نشنل پارټۍ يو مشر ادريس خټک د نومبر پر ۱۳ نېټه  هغه وخت وتښتول سو چي له اکوړه خټکه صوابۍ ته پر لار وو.

د ښاغلي خټک موټرچلونکی وايي، چي د صوابۍ پر انټرچينج باندي ورته څلور وسلوال کسان ولاړ وه، کله دچي ددوی موټر هلته ورسېدی هغوی ورباندي حمله وکړه او ادريس خټک يې د ځان سره يووړی.

د پاکستان د سنا غړی او د نشنل ګوند يو مشر ميرحاصل خان بزينجو وايي، چي ادريس خټک د پاکستان استخباراتي ادارو بېولی دی .

هغه ويلي، چي ډېر شک مو پر همدغه ادارو دی، ځکه دغه ادارو په زرګونه کسان لادرکه کړي دي او پرته له عدالت څخه يې په زندانونو کي اچولي دي.

ښاغلی بزينجو وايي: “موږ ايف آي آر هم کوو او عدالت ته هم ځو. دلته اکثره وخت داسې کيږي چي جاسوسي ادارې خلک ونيسي. موږ ته اوس دا نه معلومېږي چي ادريس خټک داسې څه کړي وو چي داسې دې وتښتول سي. هغه زموږ يو سياسي فعال وو. چارواکي موږ ته هيڅ نه وايي. جاسوسي ادارې ډېر ځلې خلک نیسي. ځيني بېرته پرېږدي او ځيني د ځان سره وساتي. زموږ شک پر همدوی دی.”