کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / درې اويايمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / درې اويايمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

(انګليس، انګليسي) او که (انګرېز، انګرېزي) وليکو؟
————————————————–
د ډيورنډ کرښي دواړو خواوو ته پښتانه د بريتانيا اوسېدونکو ته (انګرېزان) او د هغوی ژبي ته (انګرېزي) وايي. کله چي انګرېزان لومړی د هند نيمي وچي او بيا د پښتنو سيمو ته راغلل، نو پښتنو (پيرنګيان) وبلل، خو د دوی ژبه يې بيا هم انګرېزي بلل، اوس نژدې ټول پښتانه بريتانويانو ته (انګرېزان) او د هغوی ژبي ته (انګرېزي) وايي. د (انګليس) او (انګليسي) کلمې له ايران څخه افغانستان ته راغلي دي. دا کلمې اوس پښتانه په خوله نه وايي، خو په لیکنو کي يې د ميرزايانو په تقليد ايرانۍ بڼه غوره بولي. د دې بڼي يوه ستونزه دا ده چي د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتانه يې نه وايي او نه يې ګرسره په مانا پوهېږي، نو د دې لپاره چي د ويلو او ليکلو ژبه سره نژدې سي او له بلي خوا لر او بر ټول پښتانه په پوه سي، باید (انګرېز) او (انګرېزي) وليکو، ښه دا خو زما معلومات دي، تاسي څه نظر لرئ؟

څلور اويايمه برخه

(معالجوي روغتون) که يوازي (روغتون) وليکو؟
——————————————
زه طبي ډاکټر نه يم او نه هم له طبي ټرمينالوژۍ سره بلد يم، د دې موضوع په اړه مي له څو طبي ډاکټرانو څخه وپوښتل چي (روغتون) خو ټول پېژني چي د علاج او روغتيا ځای ته وايي، خو ځيني ډاکټران ولي (معالجوي روغتون) ليکي او يا يې وايي؟ ايا داسي روغتون هم سته چي له علاج پرته بل هدف او فعاليت ولري؟ دوی راته وويل چي (معالجوي) کلمې ته هيڅ اړتيا نسته، يوازي (روغتون) کفايت کوي.
ښه دا خو زما معلومات دي، تاسي څه نظر لرئ؟ هيله ده چي طبي کارپوهان خپل نظرونه راسره شريک کړي.

پنځه اويايمه برخه

(شش ګاو) که (شج ګاو) وليکو؟
—————————–
(شش ګاو) يا (شج ګاو) د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کي د يوې تاريخي سيمي نوم دی. جغرافيه پوهانو دا سیمه په شاوخوا ولايتونو کي تر ټولو سړه سيمه بللې ده، له همدې امله يې نوم هم له اقليم سره تړلی دی. علامه رشاد بابا ويل چي دا نوم په اصل کي (شش ګاو) نه، بلکي (شج ګاو) دی. (شج) په سانسکريټ ژبه کي (سوړ) او (ګاوں) کلي ته وايي. د (ګاوں) کلمه اوس هم په اردو ژبه کي ژوندۍ ده چي د کلي مانا لري. څرنګه چي په پښتو او دري ژپو کي غُنه نون (ں) نه سته او نه هم تلفظ کېږي، نو له (ګاوں) څخه (ګاو) جوړ سوی دی. دا نوم تر اتمي هجري پېړۍ پوري په خپله اصلي مانا پاته و، خو تر هغه وروسته د ميرزايانو له خوا تحريف سو.
په اتمه هجري پېړۍ کي مشهور مراکشي جغرافيه پوه او سيلاني (ابن بطوطه) په خپل مشهور يونليک يا سفرنامه (تحفة النظار وغرائب الامصار وعجائب الاسفار) يا (رحلة ابن بطوطة) کي دا سيمه د (رباط البارد) ياني (سوړ کلي) په نوم ياده کړې ده، نو له دې څخه ښکاري چي تر دې وخته پوري خلکو دا نوم په خپله اصلي مانا پېژانده، که داسي يې وګڼو چي د دې سيمي نوم پخوا هم (شش ګاو) ياني شپږ غوايي و، نو ابن بطوطه به د شپږو غويو په نوم ثبت کړی وای.
اوس چي موږ د دې ځای مستنده تسميه وجه پيدا کړه بايد تر دې وروسته يې په (شش ګاو) مانا نه کړو، ځکه چي له دې تحريف سوي نوم سره افسانوي کيسې او ټوکي تړلي چي د دې سيمي خلکو ته سپکاوی دی، خو که په خپلو ليکنو کي يې (شج ګاو) وليکو دا خو به لا ښه وي، ځکه چي په دې بڼه خپلي اصلي ريښې ته ورنژدې کېږي او د ملنډو وړ به نه ګرځي. د شج ګاو يوه اوسېدونکي راته وويل چي سپين ږيري يې اوس هم (شج ګاو) تلفظ کوي، که دا خبره رښتيا وي بايد (شج ګاو) یې وليکو.