کور / راپور / د کندهار پولیسو اته توغندۍ پیدا او شنډي کړی

د کندهار پولیسو اته توغندۍ پیدا او شنډي کړی

د کندهار امنيه قومنداني وايي، چي پولیسو د دتخته پل ولسوالۍ د ماکوانو په سیمه کي اته توغندۍ پیدا کړی او شنډي کړي دي.

د کندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزی وايي،  چي ددغه توغنديو هدف یی  د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوایی ډګر وو.

ددغه پېښي اړوند کوم څوک نه دی نيول سوی.