کور / راپور / سوات کي پړانګ پر خلګو حمله کړې، خو ځايي خلګو وژلی دی

سوات کي پړانګ پر خلګو حمله کړې، خو ځايي خلګو وژلی دی

په سوات کي يو غرني پړانګ پر ځايي خلګو حمله کړې او دوه کسان يې ژوبل کړي دي.

د سوات په مټي تحصيل علاقه کي يو ځنګلي پړانګ د هستوګني سيمو ته تللی او هلته يې پر دووکسانو بريد کړی او دواړه يې ژوبل کړي دي. خو د پېښي پر مهال ځايي اوسېدونکو پړانګ وژلی دی.

د سيمی پوليو د پړانګ وژلو په تور يوه مقدمه درج کړې ده چي له مخي به يې د پړانک وژونکي ته درې کاله قيد او دوه لکه روپيو جرماني سزا ورکول کېږي.

د سيمي يو قامي مشر ملک غفور وايي، چي د پاکستان رياستي قوانين شرمونکي دي.

هغه وايي: “يو داړونکی حيوان چي زموږ خلګ وژنی همداسي به ورته ګورو او په هغه حيوان به هيڅ کار هم نه لرو، دا درياست قوانين خو ډېر شرمونکي دي، هغه څوک چي د ځان په دفاع کي يو حيوان وژني رياست ورته درې کاله سزا او دوه لکه روپۍ تاوان اخلي، دا قانون انساني نه دی”.

د سختو واورو او يخنۍ له کبله ځنګلي حیوانانو ته د خوراک موندل ګران وي، ځګه نو انساني هستوګنځي ته مخه کوي.