کور / راپور / کندهار – اروزګان لويه لار: که عاجله مرسته ونه سي ښځي او ماشومان به مړه سي

کندهار – اروزګان لويه لار: که عاجله مرسته ونه سي ښځي او ماشومان به مړه سي

دواوري او يخنۍ له کبله د کندهار – اروزګان لويه لار د دريو ورځو راهيسي بنده  او مسافر د سختو ستونزو سره مخ دي.

پر دغه لار باندي له څو ورځو راهيسي موټران هم بند پاته دي او مسافر وايي، چي ددوی سره موجوده پيسې خلاصي سوي دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چي دغه لار ژر ترژره خلاصه کړي او يا دي دوی ته د هستوګني ځای برابر کړي.

موټر چلونکي وايي، چي د لاري د بندېدو له امله ددوی سره ښځي ، ماشومان او ناروغان هم بند پاتي دي او که مرسته ورونه رسېږي د مرګ سره مخ کېدونکي دي.

د کندهار – اروزګان د لوي لاري د جوړېدو چاري څو ځلي پيل سوي خو بېرته په ټپه درېدلي دي.