کور / راپور / په پېښور کي د کوترو پر سر شخړه کي درې وروڼه وژل سوي دي

په پېښور کي د کوترو پر سر شخړه کي درې وروڼه وژل سوي دي

راپورونه وايي، چي نن د پېښور په باغوانانو ډېرۍ کي د دوو نفرو ترمنځ د کوترو پر سر شخړه رامنځ ته سوې چي وروسته دا شخړه په وسلوالو ډزو اوښتې او درې وروڼه پکي وژل سوي دی.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د کامران او اسحاق په نومونو دوو تنو ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته سوه، خو وروسته د کامران درې وروڼه د اسحاق کورته ورغلل او هلته د اسحاق او د هغه د زامنو لخوا د کامران پر وروڼو ډزي وسوې، چي درې واړه لومړی سخت ژوبل سول او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړه.