کور / راپور / پېښور: لاسي بم لس کسان ژوبل کړل

پېښور: لاسي بم لس کسان ژوبل کړل

د پېښور په کارخانو سيمه کي نن د يو لاسي بم چاودني له امله د دوو پوليسو په ګډون لس کسان ژوبل سوي دي.

په ژوبل کسانو کي پنځه تنې ښځي هم شاملي دي.

راپورونه وايي، چی پېښه د پوليسو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله نامالومه کسانو د کارخانو د پوليسو پر چک پواينټ ( د پلټني مرکز) باندي لاسي بم وغورځاوه.

په پېښه کي ژوبل کسان روغتون ته رسول سوي دي، خو د دوو ښځو روغتيايي حالت نازل ښودل سوی دی.