کور / راپور / حمدالله محب: که طالبان جګړه ودرودي، ولس به پوه سي چي دوی خپلواک دي

حمدالله محب: که طالبان جګړه ودرودي، ولس به پوه سي چي دوی خپلواک دي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، چي د سولي لپاره لومړی شرط د اوربند کول دي، تر څو افغان حکومت او ولس په دې وپوهېږي چي طالبان مستقل دي.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کي د د رایسینا په نوم پنځم نړیوال کلني کانفرنس ته په وینا کي وکړې.

ښاغلي محب وویل، چي افغان دولت د طالبانو سره خبرواترو ته چمتو دی، خو طالبان باید اوربند وکړي او دا ثابته کړي چي مستقل دي.

نوموړي وویل: “زموږ د خلکو لپاره د سولې مانا د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي ځکه خو موږ ټینګار کوو چي د سولې خبرو ته د مناسب چاپېریال لپاره د جګړې بندېدل ضروري دي”.

د طالبانو او امريکا ترمنځ تېر کال ۹ ځلي خبري اتري وسوې، چي وروسته دا خبري د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا ودرول سوې.

طالبانو په وارو وارو ويلي، چي د افغان حکومت سره خبري نه کوي.