کور / راپور / تخار: طالبانو د يو قومندان پر کور بريد کړی، دوه ولسي کسان وژل سوي دي

تخار: طالبانو د يو قومندان پر کور بريد کړی، دوه ولسي کسان وژل سوي دي

د تخار د والي وياند محمد جواد جوهري وايي، چي تېره شپه طالبانو د (ولسي پاڅون) د يو قومندان پر کور بريد کړی چي دوه ولسي وګړي يې پکي وژلي دي.

د جوهري په وينا، طالبانو د تخار ولايت د بهارک ولسوالۍ د قومندان پر کور بريد کړی دی او هلته يې د کور يو کاريګر او يو بل تن وژلی دی.

ويل کېږي چي په وژل سويو کي يوه يې د ورځي مزدوري کول، خو د شپې تېرولو لپاره ددغه قومندان په ميلمستون ته راتلی.

طالبانو تر دې مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.