کور / راپور / د مومندو ضلعي يو بازار ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګېدلی

د مومندو ضلعي يو بازار ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګېدلی

ځايي جرګې د خيبر پښتونخوا د موندو ضلعي کوز ګنداو بازار ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی دی او هلته يې د ښځو پر وړاندي له تشدد څخه ډک قانون وضعه کړی دی.

د راپورنو په حواله د جنورۍ پر ۱۲ نېټه ځايي جرګې د کوز ګنداو بازار ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی دی او ښځي نه سي کولای چي دغه بازار ته د سودا اخيستلو لپاره ولاړي سي.

بل خوا د قبايلي مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کونکی سازمان (قبايلي خور )او د سيمې اوسېدونکو د مومندو ضلعې د کوز ګنداو په يوه بازار کي د مېرمنو په ګرځېدو او سودا اخېستو د بنديز په سختو ټکو غندلی دی.

د غير دولتي سازمان قبايلي خور يوه غړې نوشين جمال وايي، دوی له حکومته غوښتنه کوي چي په بازار کي د مېرمنو پر ګرځېدو لګېدلی بنديز ليري کړي:

“دا خو د انتظامې او پوليسو پر مخ څپېړه ده. دوی اوس بازار ته د مېرمنو پر ورتګ بنديز لګولی، بيا به یې له سکولونو منع کړي او يو وخت به راسي چي په دې سيمه کي به د پخوا په څېر سختدريځي بيا رامنځ ته سي او د هغو تاوان به يواځي ښځو ته نه بلکي سړیو ته هم وي.”

د سيمي يو مدني فعال ولي محمد وايي، چي د دوی په سيمه کي اېف سي ار قانون ختم سوی خو اوس هم هلته جرګې زورورې دي او پرېکړې يې پر خلکو منل کيږي: “په دې جديد دور کي چي ښځې ډاکټرانې، انجنېرانې او پوهانې دي، په پښتنه ټولنه کي اوس هم داسې سوچونه او نظريې سته چي د ښځو له مخکي تلو وېرېږي. په دغه پېښه کي يوازې ښځه نه وه بلکي سړي هم تښتېدلی نو پکار ده چي په بازار کي د سړیو په ګرځېدو هم بنديز ولګول سي.”