کور / راپور / بهرنيو چارو وزرات د افغانستان پر “ځینو برخو د ایران احتمالي برید” په اړه وضاحت وغوښت

بهرنيو چارو وزرات د افغانستان پر “ځینو برخو د ایران احتمالي برید” په اړه وضاحت وغوښت

څو ورځي وړاندي ايراني چارواکو ويلي وه، چي که امريکا پر ايران بريد وکړي نو دغه هيواد به په افغانستان کي د امريکااډې په نښه کړي.

ددغه څرګندونو د وضاحت لپاره تېره ورځ په کابل کي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ايران د سفير څخه توضيحات غوښتي وه.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره سوې اعلامیه کي ويل سوي، چي چي سرپرست وزیر ادریس زمان د چهارشنبې په ورځ (جنوري۱۵) په کابل کي د ایران له سفیر بهادر امینیان سره ولیدل.

په اعلامیه کي راغلي دي: “په دغه ملاقات کي سرپرست وزیر د ایران د پوځي ځواکونو د قومندان په ګډون د ځینو ایراني چارواکو د هغو څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت چي که د امریکا متحده ایالتونه پر ایران برید وکړي، هغوی به په افغانستان کي ځینې سیمې په نښه کړي.”

د وزارت اعلامیې د ایران د سفیر له خولې لیکلي دي چي ځینې رسنۍ د ایراني چارواکو څرګندونې سمې نه خپروي. سفیر بهادر امینیان ویلي دي چي د ایران رسمي او سیاسي دریځ تل د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کول دي او “د افغانستان په اړه د ایران په سیاست او تګلارې کي بل هېڅ ډول څرګندونې ځای نلري.”

د ايران او امريکا ترمنځ شخړي هغه وخت نور هم زور واخيست چي د جنورۍ پر ۳ نېټه امريکا د ايران د القدس ځواکونو قومندان قاسم سليماني ووژی.

له دې وروسته ايران په عراق کي د امريکا ځيني پوځي اډې په راکټونو وويشتلې.