کور / راپور / زابل: د سړک غاړي ماين چاودنه کي د برېښنا شرکت ۵ انجينران شهيدان سوي دي

زابل: د سړک غاړي ماين چاودنه کي د برېښنا شرکت ۵ انجينران شهيدان سوي دي

نن د کندهار – زابل پر لويه لار ماين چاودني  د برېښنا شرکت ۵ کارکونکي شهيدان کړي دي.

چاودنه نن غرمه مهال د زابل ولايت په ښار صفا ولسوالۍ کي د اخوند صاب د زيارت سره  د برېښنا شرکت پر موټر سوې ده.

په دغه موټر کي سپاره ۵ د برېښنا انجينران شهيدان سوي او يو بل تن ژوبل دی.

د برېښنا شرکت تخنيکي ټيم له غزني څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د لين کشولو د تخنيکي کار لپاره تللي وه.