کور / شعر / اوږده نسل کُشي

اوږده نسل کُشي

ما د پښتون قام خاموشي ژړوي
ما دا اوږده نسل کشي ژړوي

پر وينو نه دوی پر غنمو ژاړي
ما دا مجرمه رهبري ژړوي

څنګه يې غاړې ته ګلان واچوم؟
څوک چې پر ما باندې بچي ژړوي

څوک د قاتل نوم اخيستلای نشي
موږ دا غلامه ازادي ژړوي

ستا و خزان ته څنګه ښه ووايم؟
زموږ د کلي پسرلي ژړوي

پلار مې شهید ورور مې ژوندی نادرک
ما د قانون بې انصافي ژړوي

زما هيواد به ولې داسې کېدای
ما د سردار داود کمي ژړوي

د شنه بيرغ په صفت نه مړېږي
ما خپل بې لارې ليوني ژړوي

ته د خيرات پر وريجو سر ماتوې
پښتونه ما دا ستا نيستي ژړوي

ذوالقرنين باچا