کور / تازه خبرونه / دوه پر درې پاكستانيان د مشرف محاكمه غواړي

دوه پر درې پاكستانيان د مشرف محاكمه غواړي


د پاكستان په څلورو ايالتونو كي يوه ترسره سوې سروې ښيي چي له درو پاكستانيانو څخه دوه يې د پخواني جمهور رئيس مشرف په استعفا خوشحاله او د حاكمو ګوندونو څخه د هغه د محاكمې غوښتنه كوي.
د ګليپ په نوم د يوې نړيوالي ادارې سروې ښيي چي ۶۵ فيصده پاكستانيان د قانون ماتولو له وجي د پروېز مشرف محاكمه غواړي، ۲۶ فيصده وايي مشرف دي وبخښل سي، ۶۳ فيصده د مشرف په ولاړېدو خوشحاله، ۱۵ فيصده خواشيني او ۲۰ فيصده وايي نه خوشحاله او نه هم خوابدي دي.