کور / تازه خبرونه / د پاكستان او افغانستان د پوځ قومندانو سره وليدل

د پاكستان او افغانستان د پوځ قومندانو سره وليدل

د پاكستان د وسله وال پوځ قومندان تورنجنرال پروېز اشفاق كياني تېره ورځ په يوه نا اعلان سوي سفر كابل ته راغى .
د جنرال كياني سفر كابل ته فقط يوه ورځ د پاكستان د جمهور رئيس پروزېر مشرف تر استعفا وروسته ترسره سو.
د افغانستان د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو كابل ته د جنرال كياني راتګ د افغانستان، پاكستان او ناټو ترمنځ د درو اړخيزو پوځي همكاريو مياشتنۍ غونډه په ګوته كړه.
افغانستان وروسته له هغه د احتجاج په توګه دغه درې اړخيزه غونډي وځنډولې چي د جولاى په مياشت كي په كابل كي د هند پر سفارت ترسره سوى بريد پر پاكستان تاوان سو.
افغانستان، امريكا او هند د ياد سوي بريد پړه پر پاكستان واچوله خو پاكستان په سختو الفاظو رد كړه.
د پاكستان د وسله وال پوځ قومندان جنرال پرېز كياني د افغانستان د لوى درستيز جنرال بسم الله خان او په افغانستان د ناټو له عمومي قومندان جنرال ډيويډميكرنين سره وليدل او د ترهګرۍ ضد جنګ په اړه يې له يو بل سره د نظرونو تبادله وكړه.