کور / تازه خبرونه / سركوزى: د ديموكراسۍ د اعادې جنګ به روان وي

سركوزى: د ديموكراسۍ د اعادې جنګ به روان وي

د فرانسې ولسمشر نيكولاى سركوزى يوه ورځ وروسته له هغه كابل ته راورسېد چي له طالبانو سره په يوه اوږده جګړه كي يې ۱۰ عسكر مړه او ۲۱ ټپيان سول.
پېښه د دوشنبې په ورځ د كابل د سروبي په ولسوالي كي رامنځته سوې وه.
جمهور رئيس نيكولاى سرګوزي په كابل كي د خبرو پر مهال د خپل هيواد د پوځيانو ستاينه وكړه چي له تروريزم سره په جنګ او د ده په وينا د ديموكراسۍ د اعادې په لاره كي يې قرباني وركړه.
د سركوزي په وينا په افغانستان كي به يې عسكر تر دې وروسته هم د آزادۍ په لاره كي د طالبانو او القاعدې پر ضد جنګېږي.