کور / تازه خبرونه / آيساف طالبانو ته د مرګ ژوبلي ادعا كوي

آيساف طالبانو ته د مرګ ژوبلي ادعا كوي


د آيساف ځواكونو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي ادعا سوې چي د خوست ولايت په باك ولسوالي كي يې په لسګونو طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼي له مخي طالبانو د بيا رغوني پر يوې موسيې حمله كړې وروسته افغان پوليس سيمي ته ورغلي او له امريكايي څرخكو څخه يې مرسته غوښتې چي له امله يې طالبانو ته پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زياتوي چي د آيساف ځواكونه سيمي ته رسېدلي او د طالب جنګياليو لټون اوس هم روان دئ.