کور / تازه خبرونه / طالبان: د پوليسو قومندان او ۱۵ عسكر تسليم سول

طالبان: د پوليسو قومندان او ۱۵ عسكر تسليم سول

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پكتيكا په خوشامندو ولسوالي كي د يوه قومندان د تسليمۍ ادعا كوي.
ذبيح الله مجاهد وايي د موسى خان په نوم د پوليسو دغه قومندان له خپلو پنځلسو عسكرو سره په خپله خوښه تسليم سو.
د نوموړي په وينا له قومندان سره وسلې او اووه بار وړونكي موټران هم دي، چي د طالبانو له خوا يې د سر او مال د تضمين ډاډ وركړل سو.
ذبيح الله مجاهد وايي موسى خان يو وخت د امريكا د سپېشل فورس ځواكونو سره هم كار كړى دئ.