کور / علمي / د عدم تشدد مبارزې مخکښ خان عبدالغفار خان څوک وو؟

د عدم تشدد مبارزې مخکښ خان عبدالغفار خان څوک وو؟

ترتيب، ژیاړه او اوډنه: منډيګک تاريخي بنسټ

عبدالغفارخان د پېښور د هشنغر سيمې د اتمانزو د کلي د خان بهرام خان محمدزي په کور کې په ۱۸۹۰ میلادي کال زیږیدل ی او د ۱۹۸۸ کال تر جنوري میاشتې پورې یې ژوند کړی دی. عبدالغفارخان د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتګار يوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېزي ښکیلاک په مقابل کې یې د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يو ځای مبارزه پیل کړه.
عبدالغفار خان د ترنکزو د حاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا د استعمار په ضد د افغانانو د را ويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامې تر سره کړې دي. نوموړي په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او سیمې د بيرته تللو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه او دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هندوستان د نيمې وچې د ازادولو لپاره زياتې مبارزې وکړې او له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت په جرم په ۷ کاله بند محکوم شو او په پای کي همدې کانګريس ورته شاه کړه چي تر ننه د افغانانو سره ددې تاريخي جفا پوروړی دی 🙁 .
عبدالغفار خان په لومړۍ نړیواله جګړه کې د انګرېزانو سره د نه همکارۍ په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره یو ځای ۲ کاله په زندان کې تیر کړل او د ( ۱۹۴۷ م) کال را په ديخوا د پښتنو د ملي خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني مستبدو حکومتونو په وار، وار جيل ته لېږلی دی.
خان عبدالغفارخان په کابل کې د خپلې هستوګنې پر مهال د افغانستان ګوټ، ګوټ ته سفرونه کړي دي او ښوونځیو او علمي مراکزو څخه یې لیدنه کړې ده. هر ولایت ته به چې کله نوموړی د افغان چارواکو په ملتیا ولاړ نو هلته به یې وګړي د پوهې او علم حصول ته را بلل، د پښتنو په بد حالت به یې اوښکې تویولې د پرمختللې نړۍ او هیوادونو مثالونه به یې د دوی په مخکې ایښودل او افغانان به یې د پوهې د لارې د یوه عصري، پرمختللي، سوله ایز او په خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړولو ته رابلل.

#BachaKhanWeek #باچاخان_اونۍ
ترتيب، ژیاړه او اوډنه: منډيګک تاريخي بنسټ