کور / #PTM / پي ټي ايم هالنډ په دریو میاشتو کي پنځم بریالی پروګرام جوړ کړ

پي ټي ايم هالنډ په دریو میاشتو کي پنځم بریالی پروګرام جوړ کړ

تېره ورځ  د پښتون ژغورني غورځنګ  ټیم د ختیځ هالنډ اوسیدونکو لپاره ارزښتناکه غونډه جوړه کړه.
په دغه غونډه کي چي د شهید نقیب مسید د دوهم تلین ياد پکي وسو،  تر څنګ يې د تنظيم پر فعاليتونو هم خبري وسوې.

د پي ټي ايم د هالنډ د څانګي مشر عبدالله احسان وايي، چي د غونډي موخه داوه ترڅو د هیواد د مرکزي سیمو ترڅنګ په لیري پرتو سیمو کي مېشت پښتانه هم له پي ټي ایم څخه خبر سي او ددغه غورځنګ ملاتړ ته وهڅول سي.
ښاغلي احسان وويل: “بل هدف دادی چي له وطنه لیري کډوالو کښي علمي، مسلکي او ځوان استعدادونه وموندل سي، په نښه سي او د غورځنګ او خپل ولس د پرمختګ او سوکالۍ دپاره ترې کار واخیستل سي”.

په ياده غونډه کي بېلابېلي ويناوي واورول سوې او د پي ټي ايم د وروستيو پرمختګونو په هکله بحثونه وسول.

د پښتون ژغورني غورځنګ دا مهال په ګڼو اروپايي هيوادونو کي مرکزي دفترونه لري.