کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: افغان جګړې ته د پښتنو لیږل د پاکستاني استخباراتو کار دی

مولانا فضل الرحمن: افغان جګړې ته د پښتنو لیږل د پاکستاني استخباراتو کار دی

مولانا فضل الرحمان: افغان جګړې ته پښتانه مدرسې نه، بلکې پاکستاني استخبارات لیږي

 په پاکستان کې یو مذهبی ګوند وايي پښتانه افغان جګړې ته د لودیځ او پاکستان   د استخباراتو په هڅو تلل .

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي: افغان جګړې ته د پښتنو لیږل د مدرسو کار نه بلکې د پاکستاني استخباراتو کار دی.

نوموړي ویلي، وسله والو فعالیتونوته د پښتنوځوانانو هڅوونه د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدوی له لوري ورته وسلې ورکول کېدې څو افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ویل کیږي دغه هیواد اوس له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

بلخوا ځینې رپوټونه وايي په پام کې ده له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړې ته د چمتو کولو په بدل کې پاکستان له امریکا نوي امتیازات ترلاسه کړي.