کور / سياسي / مولانا له پوځه امتيازات غواړي!

مولانا له پوځه امتيازات غواړي!

ليکوال: ح، حقوېش

مولانا فضل الرحمان وايي ‏افغان جهاد ته ځوانان د امریکا او د لوېدیځ په خوښه لېږل شوي وو. او وخت به دا هم واضح کړي چې طالبان مدرسو جوړ کړي وو که پاکستان پوځ، لږ انتظار وکړئ.
مولانا فضل الرحمان دا خبري داسي وخت کوي، چي په اوسني حکومت کي خو څه لاس ته نه ورغلل او غواړي په را روان حکومت کي له پوځ څخه ځيني څوکۍ تر لاسه کړي، لکه محمدخان شېراني چي هم ورته اښاره وکړه. او مولانا صېب دا خبري نه د خداىﷻ لپاره کوي، نه يې د انسانانو لپاره کوي، نه د مسلمانانو لپاره کوي او نه يې د افغانانو لپاره کوي بلکې دا خبري د خپلو ګټو لپاره کوي. دا خبري ولي د هماغه وخت نه کولې چي اوس يې کوي، او هغه وخت خو د هم د پوځ د ګټو لپاره دا هرڅه روا بلل په سټيج به يې ستونى وچ کړ لکه اوسنى ملا قادر. د اوسني ملا قادر او د مولانا هيڅ توپير سره نشته کومې خبري چي مولانا د مجاهدينو، د افغانانو د خپلمنځي شخړو، د طالبانو د واک په وخت او د اوسني جګړمارو طالبانو د تشويق لپاره کولې هغه خبري په هم هغه ډول اوس ملا قادر کوي. هغه وخت مولانا صېب ته پوځ ښه امتيازات ورکول، ده به يا ددوى په ګټه خبري کولې يا به خاموشه پاتې کېدو، دا هرڅه به يې په رڼو سترګو ليدل خو ږغ به يې نه کاوه. نن چي پوځ ورباندې امتيازات بند کړل نو دى ورپسې خبري کوي، او د هغوى رازونه افشا کوي.
دلته هر څوک د خپلو ګټو لپاره لګيا دي، نه انسان ته کار کيږي، نه مذهب ته کار کيږي، نه نظرې ته کار کيږي. دا خلک هرڅه  د خپل ښه ژوند لپاره کاروي، او د خپل ښه ژوند لپاره يې چي وس وشي هر څومره انسانان زوروي او وژني يې!!!