کور / #PTM / منظور پښتین! که د پښتون ژغورنې ولسي حماسه

منظور پښتین! که د پښتون ژغورنې ولسي حماسه

لیکوال: شفیق الله یوسفزی

د منظور پښتین غږ یواځې د منظور ناره نه ده، بلکې د هر پښتون منصور په دار ناره ده او د یو ستر ژړېدلي او غملړلي ملت ولسي حماسه ده. دا د میلیونونو د زړه درد او څړيکه ده، چې تازه په اهتزاز راغلې، د ازادۍ او سوکالۍ ساز دی؛ چې پښتون ته د بدلون او ژوندون غوښتنې سندره وايي.

دا غږ د پښتنو په زړونو کې له لسیزو ټوپونه واهه، خو د زړه نه خولې نه راتله، د زړونو دا غوټه خلاصه شوې او په میلیونونو ژبو جاري شوې. دا غږ د هغو ژبو په څوکه ده چې د ظلم او وحشت له انتها څخه په تنګ دي، ژوند پرې حرام شوی، وهل شوي، ټکول شوي او بې عزته شوي، د مور په غېږ کې يې اولادونه په مرمیو غلبیل شوي او یا داسې حالت ته رسېدلي چې هره ورځ پرې مرګ تېریږي. دا د هغه یتیم بچي سوال ته ځواب موندل دي، چې خپلې مورکۍ ته وايي: دادا به کله راځي؟ او مورکۍ چې نه يې په درک خبر دی او نه يې په لادرکۍ، خو بچي ته د تسکین لپاره وايي: پلار دې مزدورۍ لپاره کراچۍ ته تللی او په همدې ورځو کې به راشي. دا د هغه هلمندۍ مور د ګلګوني اوښکي پاکول دي چې د درې ځوانیمرګو بچو جنازې يې له کوره وتي. دا مې د سپین ږیري پلار د خولې دردونکې کیسه ده، چې یو وخت په ارزګان کې ډاکټر وو، له ناروغانو څخه د پوښتنو په ځواب کې يې دا درک کړی وو؛ چې د ارزګان ۹۰ سلنه میرمنې کونډي دي او ۹۰ سلنه بچي يې یتیمان، بې وزله او بې تعلیمه.

اففف! خدای دې په چا پلار په ژړغوني حالت نه ګوري، چې ډېر درد لري او د پښتنو سلګونه پلارونه د بچو په غم ژړلي، ګریوانونه يې له اوښکو ډکې او زړونه يې له همدې درده چاودلي. د پښتون ژغورنه ټولمنلی او برحقه غږ دی او د ویرژړلو زړونو هغه آهونه دي چې په ویر او غم يې، آسمانونه ویر کوي او دا ارته ځمکه يې تاب نه لري.

تازه راپارېدلي پرلتونه او خوځښتونه د خدای تعالی په هیله راپاڅېدلي ولسي فوځونه دي، چې له وسلې پرته د بې عزتۍ، ژوبلې او وژنې، ترهګرۍ، سختدریځۍ او بل هر ډول ظلم او ناروا پر وړاندې مبارزې ته را دانګلي، زرګونه ځوانان يې سربازۍ ته راوتي، د مرګ په شعارونو تیراندازي کوي او د انقلاب انقلاب شعارونه ورکوي. دا د پښتنو قامي جرګه ده، چې ملا ته ځولۍ خوروي او طالب ته لمنه نیسي چې د ورور وژنې څخه لاس واخله، افراطیت بس کړه او د بل په خبرو مه غولېږه. خپل ورور پوهوي، چې بس ده! د وحشت او بربریت انتها همدومره وي، د یو بل نه زغمل او بې اتفاقي مو دا یوه پیړۍ وکړئ، نور بس ده! راشه چې اتفاق په اتفاق وکړو، د مینې او ورورولۍ مزه وڅکوو، روغه سره وکړو، امن او سوکالي تجربه کړو او د سرلوړي، پرمختللي، هوسا او لوي افغانستان ارمان پوره کړو.

دا ناره د لر او بر د غیرت چغه او د پیوستون مسیحا ده، چې د مظلوم افغانستان په سینه کې پو (ساه) شوې او د محکوم افغانستان په زړه کې راجګه شوې ده او د لوی افغانستان ارمان يې په سلګیو سلګیو کې بېرته را ژوندی ساتلی او هر تازه نفس يې لکه وریځې په تندر بدلې شوي او په دښمن يې ناتار را کډ کړی.

د پښتون کیسه، د بې ژبې څوکېدار کیسه وه چې په اسطورې بدله شوې وه او هیچا فکر نه کاوه چې پښتون دې د احمدشاه بابا، میرویس نیکه او ایمل خان میړنو زوزات، د فخرافغان پاچا خان د عدم تشدد لاروي او د افغان په ننګ د خوشال خان خټک ننګیالي دي. خو اوس ثابتېږي چې پښتون ددې خاورې بې واکه څوکېدار نه دی، بلکې د خپل هېواد ګمنامه سپاهي دی، چې لاره ترې ورکه وه، بې اتفاقه شوی وو، تورې کرښې ویشلی وو، د ورکېدو هڅه يې شوې وه، رټل شوی او مرګي خوا وروړې وه، خو اوس بیدار شوی دی، لاره يې سیخه کړېده، اراده يې قوې کړې ده او د لوی افغانستان د مالکیت دعوه يې راپورته کړی دی. هو! چې را بیدار نه شو، متحد نه شو او خپل حق ونه غواړو، بله لار نه لرو، دا فرصت لکه د نوح (ع) د نجات کښتۍ، لکه الهي لورینه او الهام او د پښتنو د خلاصون یواځینی لار!

دا د بابړې د تاریخ تکرار او د پښتنو د بیرته عروج ټکی دی، خو دا ځل د بابړې په میدان به بیا د پنجاب په ډزو، پښتانه لکه د خزان پاڼې نه رژېږي، بلکې دا د پښتون پسرلی دی، ځوانان به لکه د پاڼو راغوړېږي، را ګڼ کېږي او دې کړېدلي ملت ته به سپر ګرځي. دا یو ټولنیز، شعوري، سیاسي او جغرافیايي انقلاب دی، چې له آمو نه تر اباسینه پیوستون غواړي.

هو! یو باتور ملت جګېږي او یو ویجاړ وطن جوړېږي.

دا د نجیب نه تر نقیبه د غمنامې پای او د وزیراګبرخان او میوندۍ ملالې د سوبمنیو دوام دی. دا د هغو ټوپکسالارو او وطن پلورو په مخ د تاریخ څپیړه ده، چې ددې وطن عزت يې پایمال کړی وو، دا خاوره يې په تور پنجاب پلورلې وه، افغاني غرور يې له خاورې سره خاورې کړی وو، افغانه مور يې د پنجاب په کوڅو کې سوالګرۍ ته اړ کړې وه او زمونږ جلال او سرلوړي يې د پنجاب په پښو کې غوړولی وو.

څه موده پخوا په فیسبوک مې یو بهرنی ملګري سره چیټ کاوه، د کرښې په دواړو غاړو ناخوالو، افراطیت، مرګونو او وروسته پاتي والي مو خبرې وکړې، د دې سیمې له حالتو مې خبر کړ او یو ځل مې ورته وویل چې تاسې کله لېدلې چې یوه دنګه ونه دې وغورځي؟ هغه وویل هو ډېر مې لیدلي او دلته چې کله باد او طوفان راشي نو ډېرې ونې لوېږي، یا په بهانه ولاړې وي او ناڅاپه په ځمکه پرېوزي. ما ورته کړه: څنګه چې هلته ونې لوېږي، دلته هره ورځ هماغسې لسګونه دنګې ځوانۍ پر ځمکه پرېوزي او لکونه ځوانان مو د پنجاب د وحشتونو له امله له لاسه ور کړي. ملګری مې هیښ شو، د میانمار غم ترې هېر شو او زمونږ په غم يې ژړل. ما تشویق کړ چې د پښتنو او افغانانو له داستانونو ځان خبر کړي او په اړه يې مطالعه وکړي، څه موده وروسته، کله چې په یټوب کې يې د انسان په سرونو د څو څڼورو فوټبال ولید، نو له انسانیته بې زار شو، پاکستان يې له پامه بد شو او د خلکو د بیدارۍ په اړه يې توصیه وکړه او اوس هغه د پښتنو خوځښتونو ته خوشبین دی.

دا خیمې، پرلتونه او خوځښتونه د سولې او امن راوستو هڅه ده؛ د ولس په بیدارۍ کې به مهمه ونډه ولري. په لر او بر کې د سولې سرتاسري غږونه ښکلي او سپیڅلي دي. دا اوازونه لکه د ښاپیریو ښایسته او لکه د پرښتو معصومې. د سولې هره ناره؛ د درد او ارمانجنو څړیکو غوټه خلاصوي، راشئ چې دا شعارونه بدرګه کړو او دا پرلتونه د ولس د ویښتابه لپاره د هېواد ګوډ ګوډ ته لکه د وینې جریان ورسوو، څو چې د سرلوړي، هوسا او پرمختللی افغانستان خوب په رښتیا بدل شي.

تقدیر که وي هم بس دی، په خپل لاس يې بدلون غواړو

په خپل وطن په غېږ کې زندګي او سکون غواړو

له مسته اباسینه تر آمو پیوستون غواړو

پښتون ته ژوندون غواړو!!!

پښتون ته ژوندون غواړو!!!

انځور: حمدالله ارباب